په آلمان کې سلمانيو بيرته په کار پيل وکړ
په آلمان کې د سلمانيو دوکانونو د څو اوونيو تړل کيدو وروسته، د می په څلورمه بيرته په کار پيل وکړل. خو دا ځل به خلک د پخوا په څير نه، بلکه د حکومت له خوا د ټولو ټاکل شوو مقرراتو په نظر کې نيولو سره سلماني ته داخليږي.
ټولنيز واټن به لا هم مراعات کيږي
په آلمان کې سلمانيان له اوونيو راهيسې همدې ورځې ته په تمه ول، چې بيرته خپل کاروبار ته مخه کړي. د حکومت د پريکړې پر اساس د دوی دوکانونه د می مياشتې له څلورمې څخه بيرته پرانستل شول. خو ټولنيز واټن به اوس هم په نظر کې نيول کيږي.
له ماسک پرته به سر نه اصلاح کيږي
په لګول شوو مقرراتو کې يو دا دی چې هم سلماني او هم مشتري بايد ماسک تړلی وی. يوازې محدود شمير مشتريان به په نوبت او په ټاکلي وخت کې سلمانۍ ته دننه کيږي. د ګڼې ګوڼې جوړولو اجازه نه شته. ټولنيز واټن به بيا هم رعايت کيږي.
ويښتان نه بايد وچ اصلاح شي
بل شرط دا دی چې د مشتري ويښتان نه بايد وچ اصلاح شي. نو بايد مخکې له اصلاح کيدو لومړی پرېمنځل شي. دې سره د دې ډاډ پيدا کيږي چې په ويښتانو کې موجود احتمالي ويروسونه مړه شوي دي.
په خپله د ويښتانو اصلاح کولو سره مخه ښه وکړئ
په ميليونو آلمانيان خوښ دي چې بيا به خپل د سر ويښتان په مسلکي توګه اصلاح کوي. د لګول شوو ټولنيزو محدوديتونو پر وخت، ډير خلکو په خپله خپل ويښتان جوړل. په آلمان کې د سلمانيو څه باندې ۵۰ زره دوکانونو دي چې د کال نژدې ۷ ميليارډه يورو کار کوي.
په لومړۍ کرښه کې له نارينه و ښځې ډيرې دي
د آلمان د امارو فدرالي ادارې په حواله، هر کال د نارينه و په پرتله ډيرې ښځې د سلمانۍ سکتور ته داخلیږي. په ۲۰۱۸م کال کې ۷۱۰۰ تنه نوې ښځې دغه سکتور ته داخلې شوې وې، په داسې حال کې چې د نوو نارينه و شميير ۲۵۰۰ وو.
سخت کار خو لږ عايد
سلمانيان هغه خدمات ترسره کوي چې هغه هر څوک نه شي کولی، خو دا په دې معنی نه ده چې دوی به ډيرې پیسې ترلاسه کوي. دويچه ويله/م.ک.ص/ا.ا
تر ټولو ډیر تشبث کونکی مسلک
د آلمان د آمارو فدرالي ادارې د رپوټ له مخې، په آلمان کې ۱۶ سلنه سلمانان په مياشتې له ۴۵۰ يورو څخه پورته عوايد نه لري. دا د اروپا تر ټولو زيات تشبث ترلاسه کوونکی مسلک دی. دويچه ويله/م.ک.ص/ا.ا