پر ناوالنی باندي زهري برید لویدیځ په غوصه کړی
۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبهد آلماني پوځ د یوه ځانګړي لابراتوار په حواله د روسیې رژیم منتقد الکسي ناوالني د نوویچک په نامه عصبي کیمیايي مادې په وسیله مسموم سوی وو. د آلمان حکومت دغه لابراتواري نتیجه بې له شکه بولي او د روسیې له حکومته یې په دې اړه د سمدستي وضاحت غوښتنه کړې ده.
نړۍ د یوه جواب په تمه ده
صدراعظمې انګیلامیرکل د روسیې د مشرتابه د منتقد له یوه زهري قتل څخه خبره کړې ده چي باید خوله یې پټه سوې وای. میرکل وویل: »اوس نو سختي جدي پوښتني رامنځته کیږي چي یوازي د روسیې حکومت کولای سي او مجبور دی هغو ته جواب ووایي. هغې وویل له ناوالنی سره جنایت د هغو اساسي ارزښتونو او حقونو پرضد جنایت دی چي موږ یې ملاتړ کوو. نړۍ د یوه جواب په تمه ده.
د جرمني خارجه وزارت د روسیې سفیر سیرګي نیچایف راغوښتی تر څو له روسیې څخه غوښتنه وکړي چي موضوع په هر اړخیزه او شفاف ډول توضیح کړي. خارجه وزیر هایکو ماس ویلي: روسیه باید مسئول کسان تعقیب او د قانون منګلو ته وسپاري.
د دغو پلټنو نتایج د روسیې او آلمان او همدارنګه نورو غربي هیوادونو ترمنځ اړیکي چي بې له هغه هم ترینګلي دي، یووار بیا لاپسې کړکیچڼي کړې. د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ ویلي دي چي د کیمیاوي وسلو هر ډول کارول نړیوالي سولي او امنیت ته یو ګواښ دی، آلمان به د اروپايي ټولني له خپلو نورو شریکانو سره په ګډه ددغي موضوع په وړاندي خپل غبرګون وښيي.
کوما حالت ته د ناوالني تلل
ناوالني چي د اګست پر ۲۰ مه په خپل ټاټوبي کي د الوتکي د پرواز پر وخت په کوما کي ولاړ، اول په اومسک کي معاینه سوی وو، اوس د هغه د کورنۍ د غوښتني سره سم د برلین په شاریتې کي تر درملني لاندي دی. آلماني ډاکټران هم څو ورځي مخکي تر کلینیکي آزموینو وروسته په دې نظر ول چي هغه به مسموم سوی وي. خو د روسیې حکومت دغه ډول څرګندوني له وخته مخکي بللي وې.
د شاریتي کلینیک خبر ورکړی چي د ناوالني روغتیايي حالت اوس هم د اندیښنې وړ دی، هغه په عاجل بستر کي تر درملني لاندي دی او مصنوعي تنفس ورکول کیږي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!