پر آلمان باندي د يرغل پرمهال د متفقينو پوځي نوښتونه
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر۶مه پر نازي آلمان باندي د نرماندي له ساحلونو يرغل پيل سو. هغه نوښتونه چي په دغه بريد کي سوي د بريا مهم عوامل ول. د «D-Day» وسلو او تجهيزاتو تاريخي انځورونه.
د ۱۹۴۴م کال د جون مياشتي پر۶مه د متفقينو پوځيانو پر نازي آلمان باندي د نرماندي له ساحلونو يرغل پيل کړ. کله چي د ۱۹۴۲م کال په اگست مياشت کي متفقو ځواکونو ماته وخوړله نو د هيتلر ځواکونو د ماتي له پاره متفقينو نوي تلاښونه پيل کړل چي په هغوی کي پوځي نوښتونه د يادوني وړ دي. دغه «ام۴ شرمن» ټانک پر دښمن باندي د اور بللو له پاره تيار سوی.
شرمن ټانک د نرماندي په عملياتو سخته جنگي وړتيا وښووله. دغه ټانک پخپل توغندويي يرغل سره پلي ځواکونو ته د جنگ په ډگر کي د بريا زمينه برابره کړه.
انگرېزی چرچيل ټانک چي د پياوړو مرچلو د له منځله وړلو له پاره چمتو سوی وو، د دښمن پر مرچلو باندي ئې ۲۰ کيلويي مرمۍ اورولې.
کوم نوښت چي په «کروکوديل» ټانک کي راغلی وو هغه داو چي د دغه ټانک تر ميل لاندي د اور پاشلو سيستم جوړ سوی وو چي د دښمن پر مرچلو باندي اور وشندي.
پر چرچيل ټانکو باندي داسي پلونه جوړ سوي ول چي د اړتيا په وخت کي نور زغروال وسايل تر اوبو تير سي.
پر ډېرو چرچيل ټانکو باندي لرگي بار ول. دغه لرگي به په هغو ويالو کي اچول کيدل چي د پلي ځواکونو د تيريدو له پاره به خنډ ول.
د عملياتو د پيل په ورځ تر ۱۱۰۰۰ ډېرو الوتکو پوځيان او مهمات سيمي ته انتقال کړل. د دغو الوتکو ډيري د لرگيو څخه جوړ سوي وې چي يوازي يووار به کارول کېدې. دوی به يوې بلي الوتکي په پړي سر کشولې او پرواز به ئې ورکاوه. دغو الوتکو کوم ماشین نه لاره.
دغو بې ماشينه الوتکو د کښېناستلو پرمهال ډېر تلفات هم لرله. تر ناستي وروسته به د الوتکي د مخ حصه پرانيستل کيده او تجهيزات به ترې راايستل کېده.
په دې انځور کي هغه پرسنل لېږدونکي کښتۍ ښکاري چي له لويو بېړيو څخه به ئې پياده عسکر ساحلونو ته انتقالول. داسي ويل کيږي چي د آلماني ځواکونو د جنگ پر لوړۍ کرښه باندي د يرغل د پيل په ورځ نژدې ۴۰۰۰ پلي عسکر ووژل سول.
هغه موټرو چي په درياب کي ئې د لامبو توان هم لاره له لويو بېړيو څخه ساحلونو ته عسکر انتقال کړل او پر دې سربيره چي په اوبو کي ئې حرکت کاوه پر مځکه به ئې هم خپل مسير ته دوام ورکاوه. دغو موټرو په اوبو کي په لس سرعت کي تر ۱۰۰ کيلومترو پوري واټن وهلای سوای.
دغو موټرو به بيا پر وچه باندي په ساعت کي ۸۰ کيلومتره سرعت لاره. دوی د ۶۰۰ کيلومتره واټن وهلو له پاره د سوځلو مواد لرل.
له هغه وروسته چي پر نرماندي کي د آلماني ځواکونو د جگړې لومړۍ کرښه ونيله سوه، هغي ستري بيړۍ هم ساحلونو ته راغلي چي ټانکونه ئې انتقالول.
د متفقو ځواکونو د نقشې له مخي په څو اوونیو کي بايد ۲ ميليونه عسکر او څلور ميليونه ټنه تجهيزات هغو ساحلونو ته رسېدلي وای چي هيڅ بندر ئې نه لاره. ځکه نو د دې له پاره ساختگي متحرک پلونه طراحي سول.
دغه ساختگي پلونه له داسي فولادي ټوټو څخه جوړ سوي ول چي ځيني برخي ئې په کښتو سره راوړل کېدې.
د دغو پلونو يوه ټوټه اوس هم د نورماندي په ساحل کي ليدل کيږي.
باور به مو رانه سي چي، د متفقو ځواکونو د نقليه وسايلو د سونگ موادو د تامينولو له پاره د پلوتو په نوم عملياتو يوازي لس ساعته وخت ونيو. د دغي ستري لولې په مرسته تر اوبو لاندي يعني د درياب په نس کي يو ستر پايپلاين وغځېد او د ورځي ئې ۳۰۰ ټنه د سوځلو مواد خپلو ځواکونو ته رسول. د پلوتو او متحرک پلونو جوړول د پوځي مهندسۍ په تاريخ کي تر ټولو ستر کار گڼل کيږي.