پرتگال د اروپا فوټبال جام خپل کړ
د پرتگال د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۶م کال اروپا جام سیالیو له هیجانه ډکې پای لوبه کې فرانسې ته په یو صفر ماتې ورکړه او د لومړي ځل له پاره یې دغه اتلولي وگټله. پرتگال په اضافي وخت کې د لوبې یوازینی ګول ووهه.
د ۲۰۱۶م کال فوټبال اروپا جام سیالیو په پای لوبه کې فرانسه او پرتگال (سره کالي) له یو بل سره مخامخ وو. پای لوبې ته د رسیدو له پاره پرتگال ویلز ته او فرانسې بیا آلمان ته ماتې ورکړې وه.
د اروپا فوټبال جام سیالیو پای لوبه د یکشنبې په ماښام د ۷۵۰۰۰ نندارچیانو پر وړاندې تر سره شوه چې زیاتره یې د فرانسې د لوبډلې پلویان وو. فرانسویانو په ۱۹۸۴ او ۲۰۰۰م کلونو کې د اروپا جام اتلولي گټلې ده او د دریم ځل له پاره یې د دغې اتلولۍ د گټلو هیله درلوده.
په لوبغالې کې شا او خوا ۱۵ زره نندارچیان د پرتگال د ملي لوبډلې مینه وال وو.
د پای لوبې د شپیلاق تر وهلو دمخه د فوټبال د اروپا جام سیالیو د ختمیدو په پلمه د موسیقۍ او نڅا ځانگړي پروگرامونه په نظر کې نیول شوي وو.
دیوید گتا، چې د اروپا مشهور دي جی دی او د اروپا جام سیالیو د پرانیست غونډې په مراسمو کې یې حضور درلود، د دغو سیالیو په ختمیدو کې یې هم ونډه واخیسته.
په پای لوبه کې د گول کولو لومړی جدي فرصت د پرتگال په نصب شو. د لوبې په څلورمه دقیقه کې د پرتگال دفاع کوونکي سدریک په یوه لوړ پاس ناني (په انځور کې ښي لاس ته) ته موقع برابره کړې، خو د پرتگال د تجربه لرونکي لوبغاړي شوت د گول تر څنگه تیر شو.
خو د فرانسې ملي لوبډلې تر دې وروسته د میدان کنترول تر لاسه کړ او خپلې حملې یې پېل کړې. پرتگال چې د فرانسې تر فشار لاندې راغلی وو، د لوبې په اتمه دقیقه کې له شوک سره لاس او گریوان شو. د فرانسې لوبغاړي په خطایي سره د پرتگال کپتان کریستانو رونالدو زنگون ته داسې ضربه ورسوله، چې یوازې دقیقې یې وکولای شول چې په لوبه کې حضور ولري.
د پرتگال د ملي ټیم روغتیا پالې ډلې هڅه وکړه چې رونالدو، بیرته لوبې ته چمتو کړی شي خو د هغوی هڅې له پرتگالي ستوري سره کومه مرسته و نه کړه.
رونالدو چې د ۲۰۰۴م کال اروپا جام سیالیو په پای لوبه کې یې د یونان پر وړاندې له ناکامۍ وروسته له نمجنو سترگو سره میدان پریښی وو، دا ځل هم و نه شو کړای چې خپل هیله سر ته ورسوي او تر پایه له خپلې لوبډلې سره ملتیا وکړي.
فرانسوي لوبډلې ته هم یو ښه فرصت د لوبې د لومړۍ نیمایي په لسمه دقیقه کې برابر شو. خو د پرتگال د لوبډلې گول کیپر رویي پاتریسیو دغه هڅه شنډه کړه.
په داسې حال کې چې د پرتگال ملي لوبډه د خپل کپتان د غیاب د شوک د هضمولو په هڅه کې وو، د فرانسې لوبغاړو په پر له پسې ډول د پرتگال گول باندې حمې کولې.
د فرانسې له لوري پرتگال ته د کوم گول نه ورکولو یو دلیل د پرتگال د گول کیپر رویي پاتریسیو فوق العاده غبرگون وو، چې د فرانسې هیلې یې په اوبو لاهو کړې.
د فرانسې لوبغاړي چې د لوبې په لومړۍ نیمایي کې تر ۶۰ سلنه زیات توپ په اختیار کې وو، و نه شو کولای چې خپله کومه حمله په گول بدله کړي. په دې ترتیب د لوبې لومړۍ نیمایي مساوي شوه.
د فرانسې لوبډلې دوهمه نیمایي په ډیر جوش سره پیل کړه او له هماغه اوله یې هڅه وکړه چې خپل حریف تر فشار لاندې ونیسي. د فرانسې تیز فارورد گریز من، چې په تیرو وختونو کې یې د خپلې لوبډلې له پاره گولونه کړي وو په دوهمه نیمایي کې هم ښه چانسونه درلودل. هغه په ۶۶ دقیقه کې طلایي فرصت درلود، خو له څو مترۍ څخه د هغه له لوري د سر په ضربه وهل شوی توپ په ډیره کمه فاصله له گوله تیر شو.
د آنتون گریزمن د طلایي فرصت صحنه، له یوې بلې زاویې څخه.
د پرتگال لوبغاړو د لوبۍ په ورستۍ ربع کې تهاجمي بڼه غوره کړ او په خپلو حملو سره یې د لوبې هیجان لا پسې زیات کړ. په ۸۰ دقیقه کې د پرتگال فاورد کرشما ته فرصت په لاس ورغی، خو د فرانیسې گول کیپر لوریس په دغه شیبه کې خپل قابلیت او تمرکز نندارې ته وړاندې کړ او دغه حمله یې دفع کړه.
موسی سیسوکو (۱۸ نمره) له هغو لوبغاړو څخه وو چې د پرتگال لوبغاړو د هغه په مخنیوي کې چندان موفقه نه وو. هغه په دوهمه نیمايي کې وکولای شول چې پرتگال له خطر سره مخامخ کړي، خو د پرتگال د گول کیپر پر ځای غبرگون د هغه شوتونه شنډ کړل.
د لوبې وروستۍ شیبې وې چې فرانسې کولای شول پرتگال ته گول ورکړي. د فرانسې لوبغاړي آندره پیر ژینیاک، ډیر ښه فرصت تر لاسه کړ خو پایې د دې مخه ونیوله چې د هغه شوت گول شي. په پای کې د لوبې دوهمه نیمایي هم مساوي ختمه شوه.
کریستیانو رونالدو د لوبې د دوهمې نیمایي د وخت تر ختمیدو وروسته یو ځل بیا د میدان پر ځمکه قدم کښیود، څو د خپل ټیم لوبغاړي تشویق کړي.
په اضافي وخت کې د پرتگال لوبغاړي ډیر متحرکه ول او په ۱۰۷ دقیقه کې آن د گول په خوله کې ول. گریرو توپ وواهه خو پایې د هغې د گول مخه ونیوله. خو دوه دقیقي وروسته د پرتگالیانو هڅو ثمر راوړ. د پرتگال لوبغاړي ادر، په ۱۰۹ دقیقه کې فرانسې ته گول ورکړ.
د پرتگال د گول صحنه، له یوې بلې زاویې څخه.
فرانسې ته تر گول ورکولو وروسته د پرتگال د ملي لوبډلې د خوښۍ شیبه.
د دغه گول د جبرانولو له پاره د اضافي وخت په وروستیو دقیقو کې د فرانسې هڅو کومه نتیجه ور نه کړه او دغه لوبه په یو صفر پرتگال وگټله. فرانسه چې د دغو سیالیو کوربه توب یې پر غاړه درلود، هیله لرله چې د دریم ځل له پاره د فوټبال اروپا جام سیالیو اتلولي وگټي خو دغه هیله یې پوره نه شوه.
د پرتگال ملي لوبډلې د اروپا جام سیالیو په تاریخ کې اووه وارې نیمه پای لوبې ته لار موندلې او دوه وارې پای لوبه ته، خو دا ځل په پای لوبې کې فرانسې ته په ماتې ورکولو سره وتوانیدل چې دغه اتلولي وگټي.
د پرتگال ملي لوبډله له خپل روزونکي فرناندو سانتوس، سره خوښي لمانځي.