پاکستان څه ډول توغندي لري؟
د پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسيون، کهوټا تحقيقاتي ادارې، سپارکو او د دفاعي علومو او تکنالوژۍ سازمان په ګډه د توغنديو پر تخنيک څېړنې پېل کړې وې. په دې ګالرۍ کې د پاکستاني توغنديو په اړه جزيات ترلاسه کولی شئ:
پاکستاني توغندي او واټن یې
د پاکستان د بالستيک ميزايل پروګرام له نزدې واټن څخه نيولې تر منځني واټن ويشتلو پوري وړتيا لرونکي ميزايل لري.
حتف يو میزايل
حتف ون يا حتف يو د لنډ واټن لومړی بالستېک میزايل وو چې پاکستان جوړ کړی وو او په لومړي سر کې یې له ۷۰ تر ۱۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلای شوای. دا ميزايل د سپارکو شرکت د نورو په مرسته په ۱۹۸۹م کال کې جوړ کړی وو. دا په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
حتف اته، رعد کروز توغندی
حتف اته يا رعد دوه توربو جېټ پاور کروز ميزايل دی. پاکستان د ۲۰۰۷م کال په اګست کې د دې آزموينه پيل کړې وه. د رپوټونو په حواله تر يو شمير تجربو وروسته د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې ترسره شوې تجربه یې تر اوسه تر ټولو بريالۍ وه. دا ميزايل تر ۳۵۰ کيلومترو پوري واټن وهي.
حتف شپږ، شاهين دوه توغندی
شاهين دوه د منځني واټن بالستېک توغندی په اصل کې د شاهين ون توغندي عصري شکل دی چې په لومړي سر کې د شاهين ون توغندي سره د دويمې درجې د موټور په توګه لګول شوی وو. په ۲۰۰۰م کال کې د جوړ شوي دې توغندي آزموينه په ۲۰۰۴م کال کې وشوه، په داسې حال کې چې د نصبولو وروستۍ تجربه یې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه. دا ميزايل د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ واټن وهلې شي.
حتف دوه، ابدالي توغندی
حتف دوه يا د لنډ واټن ابدالي بالستېک توغندي ته په لومړي سر کې د حتف ون میزايل د دويمې مرحلې د بڼې په سترګه کتل کيدل او دا د حتف ون میزايل په لاندنۍ برخه کې نصب شوی وو. له دې کار څخه موخه د ميزايل واټن زياتول وو. د توغندی د ۲۸۰ څخه تر ۴۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
حتف پنځه، غوري توغندی
د پاکستان د حتف پنځه توغندي د جوړولو کار په اتيايمه لسیزه کې پیل شوی وو چې وروسته د غوري په نوم ونومول شو او په ۱۹۹۸م کال کې و آزمويل شو. غوري دوه بالستېک میزايل کې د فولادو پر ځای المونيوم کارول شوي ول چې له کبله یې دا تر ۱۸۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
ابابيل توغندی
په ميزايل تکنالوژۍ کې د پاکستان تر ټولو مهمه وسله د ابابيل توغندی دی. دا ميزايل په يوه وخت کې تر ۲۲۰۰ کيلومترو واټن پورې څو اهدافه په نخښه کولی شي. دا توغندی د کهوټا تحقيقاتي مرکز ساينس پوهانو او انجينرانو جوړ کړی او لومړۍ آزموينه یې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې شوې وه.
حتف څلور، شاهين ون توغندی
د حتف څلور يا شاهين ون توغندي د جوړولو چارې په ۱۹۹۳م کال کې پېل شوې وې او لومړۍ آزموينه یې د ۱۹۹۹م کال په اپريل مياشت کې ترسره شوې وه. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰م کالونو ترمنځ موده کې یې تخنيک عصري کړل شو او نورې آزموينې یې ترسره شوې. دا ميزايل له ۷۵۰ څخه تر ۹۰۰ کيلومتره پورې واټن وهلی شي او د ۲۰۰۳م کال په مارچ مياشت کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.