پاکستان په آلمان کې پر خپله قونسلګرۍ «برید» غندلی دی
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبهدا پېښه د شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۲۰) هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله قهرېدلي کسان چې د افغانستان بيرغ ورسره وو، په زور د پاکستان د قونسلګرۍ ودانۍ ساحې ته ور داخل شول.
په ټولنیزو رسنیو کې د دې صحنو په ويډيو کې يو سړی ليدل کيږي چې وسپنیزې ميلې ته ورپورته کيږي او د پاکستان بېرغ راکښته کوي. په ويډيو کې دا هم ليدل کيږي چې دغه کسان د قونسلګرۍ پر ودانۍ د ډبرو ګوزارونه کوي.
د آلمان پوليسو ویلي دي چې دا پېښه د قونسلګرۍ مخې ته د يوې مظاهرې پر وخت رامنځته شوې ده چې کابو ۴۰۰ کسانو پکې ګډون کړی وو. زياته شوې ده چې له پنځو تر لسو کسانو د دغه دپيلوماتيکي ماموريت ودانۍ د ساحې پر کټارو ور اوښتي ول.
پوليسو ويلي دي چې دوی يو شمير کسان د ودانۍ له احاطې را وايستل او مظاهره یې منحل کړه.
دې مظاهره کوونکو د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د يو شمير «منتقدينو او سياسي مخالفينو د وژلو» تورونه لګولي دي.
د پاکستان غبرګون
د پاکستان حکومت د يکشنبې په ورځ په دې تړاو غوسه څرګنده کړې ده.
په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د پاکستان حکومت د آلمان په فرانکفورت ښار کې د خپلې قونسلګرۍ پر ودانۍ باندې د يوه ډله افراطيانو بريد او همدا راز د خپل قونسلي ماموريت د حرمت او امنیت په خوندي ساتلو کې د آلماني چارواکو پاته راتلل غندي.»
په دې اعلاميه کې زياته شوې: «موږ د آلمان له حکومت سره خپل احتجاج شريکوو.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ويانا کنواسيون ته په پام سره دې په هېواد کې د ديپلوماتيکي ماموريتونو او د هغو د کارکوونکو د خونديتوب له پاره ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کومې ډلې او يا ځانګړو کسانو چې ښايي په پېښه کې ښکيل وي، د نوم اخيستلو پرته ویلي دي: «موږ له آلماني چارواکي غوښتي دي چې د شنبې په پېښه کې د ښکيلو کسانو د نيولو او قانوني تعقيب له پاره دې چټک اقدام وکړي او هغه دې ځواب ويلو ته راکش کړي چې د دې امنيتي نيمګړتيا مسئوليت یې پر غاړه دی.»
د فرانکفورت پوليسو ویلي دي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
ب. ص/ ن. ز (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: