پاکستان: پخوانی خارجه وزير شاه محمود قريشي ونيول شو
۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبهويل کيږي چې قريشي له يوه خبري کنفرانس وروسته په اسلام آباد کې د هغه له کور څخه نيول شوی دی. ډېرو خبريالانو هم دغه خبره تائيد کړې ده. د پي ټي آي يعنې د پاکستان تحريک انصاف ګوند انتقاد کړی او ويلي يې دي چې »د قانون حاکميت او د بيان آزادي په پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه تللي.«
ورته نور ولولئ: عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی
ياد ګوند د پاکستان په رسنيو کې خپرې شوې د دغې نيونې دلايل نه دي په ډاګه کړي. په پاکستان کې د مياشتو راهيسې د قدرت په سر د پخواني لومړي وزير عمران خان او د پخواني لومړي وزير شهباز شريف د حکومت تر منځ جنجال دوام لري.
د کرکيټ پخوانی ستوری عمران خان د اګست مياشتې په پيل کې د اداري فساد د يوې قضيې په سر په درې کاله بند محکوم شوی او زنداني شوی دی. کتونکي د دې تر شا سياسي دلايل ويني.
ورته نور ولولئ: عمران خان بیا ونيول شو
د جمعې په ورځ د پاکستان د انتخاباتو کميسيون وويل چې د مني له پاره ټاکل شوي پارلماني انتخابات به وځنډول شي. په اسلام آباد کې ځينو سرچينو دا هم ويلي دي چې ټاکنې به د ۲۰۲۴م کال تر پسرلي پورې ځنډول کيږي. د پاکستان تحريک انصاف ګوند له دې کبله د حقوقي دعوا د کولو اعلان کړی و.
(dpa)mns/mks