پاکستان: وسله والو اوه سلمانان وژلي دي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۰, پنجشنبهد پولیسو په حواله نامعلومو بریدکوونکو د گوادر بندري ښار ته نیژدې د دغو کسانو پر استوگنځي برید وکړ او وروسته یې هغوی په ډزو ووژل. دغه خبره د پاکستان د سیمه ایزو پولیسو ویاند د آلمان خبري آژانس ته تائيد کړې ده. پولیسو دغه پیښه یو ترهگري عمل بللی دی.
د پیښي قربانیان دپاکستان د پنجاب ایالت سلمانان ول چي په گډه یې کار او ژوند کاوه. په اپریل میاشت کي هم په بلوچستان کي بیلتون غوښتونکو نهه کسان ووژل چي هغوی هم د پنجاب ایالت ول.
د پاکستان په دغه جنوب لوېدیځ ایالت کي په مکرره توګه د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ په شان بیلتون غوښتونکي بریدونه کوي. دغه ډله غواړي په معدني موادوغني دغه ایالت په طبیعي سرچینو کي لا ډیر سهم ولري.
د بلوچستان ایالت مساحت تقریباً د جرمني د خاوري د مساحت په اندازه دی. ياد ایالت له ایران او افغانستانسره گډه پوله لري.
په پاکستان کي دا تر ټولو ناامنه ایالت بلل کیږي. په دغه سیمه کي تاوتریخوالی په زیاترو قضیو کې د چین د بنسټیزو پروژو په وړاندې د عکس العمل په توګه لیدل کیږي.
GP/NZ/AG