پاکستان: مریم نواز شریف هم ونیول شوه
۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبهرویټرز خبري آژانس د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د ویاندې عظمی بخاري له قوله لیکلي دي: «مریم او عباس د چوهدري شوګر ملز په قضیه کې نیول شوي دي.»
دا د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د سیاسي کورنۍ مهم کسان دي، چې نیول کیږي. ویل شوي دي چې مریم نواز شریف هغه مهال ونیول شوه چې د لاهور په یوه زندان کې د پلار لیدلو ته روانه وه.
د بورې فابریکې قضیه د نواز شریف له کورنۍ سره چې څو کلونه یې په دغه هیواد واکمني کړې تړاو نیسي. د شریف کورنۍ وایي چې د دوی پر ضد دغه قضیې سیاسي انګیزه لري.
مریم نواز شریف د اپوزیسیون یوه له محدودو څیرو څخه ده چې د پاکستان پر لومړي وزیر عمران خان او د دغه هیواد پر ځواکمن اردو باندې په ښکاره نیوکه کوي او په دې یې هم تورنوي چې د دوی د ګوند غونډې او مطبوعاتي کنفرانسونه سانسوروي.
عمران خان او پوځ دا تورونه ردوي چې د دغه ګوند غونډي سانسوريږي او یا د دغې کورنۍ پر ضد قضیې سیاسي انګیزه لري.
د ملي احستاب ادارې (نېب) د مریم نواز شریف نیول تائید کړي دي. د دغې ادارې ویاندې په لاهور کې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «هغوی نیول شوي دي، خو دا چې هغوی چیرې وساتل شي په هکله به یې اسلام آباد کې زموږ مرکزي دفتر پریکړه وکړي.»