پاکستان: د ګوند د بیرغ پر سر جنجال کې یوه پلار خپل زوی وژلی
۱۴۰۲ بهمن ۳, سهشنبهپولیسو ویلي دي، لانجه وروسته له هغې پیل شوې، چې کله د دغې کورنۍ یو ځوان تازه قطر کې له کاره کور ته ستون شوی و او په پیښور کې یې پر خپل کور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بیرغ پورته کړی و.
د پولیسو یوه چارواکي ناصر فرید د پېښې په سیمه کې ویلي: «پلار خپل زوی د دوی پر کور د تحریک انصاف ګوند د بیرغ له پورته کولو منع کړی و، خو زوی یې د بیرغ له لرې کولو او د تحریک انصاف ګوند د پرېښودلو څخه انکار کړی و.»
د پولیسو دغې چارواکي ویلي: «دا جنجال ډېر شوی او قهرېدلي پلار پر خپل ۳۱ کلن زوی د توپکچې ډزې کړي او وروسته له کوره تښتېدلی دی.»
ویل شوي، ټپي هلک روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده. اوس پولیسو د عوامي نیشنل ګوند د دغه پلوي پلار لټون پیل کړی، چې له دې مخکې یې پر خپل کور د دغه ګوند بیرغ ځړولی و.
په پاکستان کې ټاکنې د فبرورۍ پر اتمه نېټه کېږي، چې تل له تاوتریخوالي سره ملګرې وي او نوماندان پکې ډېر کله د اسلامپالو ډلو د بریدونو او بمي چاودنو هدف ګرځي.
د پاکستان حکومت د ټاکنو د امنیت له پاره ډېر امنیتي ځواکونه ګومارلي. د معظم جاه انصاري په نوم د پوله ساتو ځواکونو یوه قومندان ویلي، چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې به په خیبر پښتونخوا کې د سرحدي سپاهیانو په نوم ۵زره سرتیري وګوماري.
Af/pa (AFP)