1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: د پولیو پر واکسیناتورانو برید مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

خیبر پښتونخوا کې د پولیو واکسیناتورانو د یوې ډلې موټر ته نږدې د بمي چاودنې په پایله کې شپږ تنه پولیس وژل شوي او د پولیس ځواکونو په ګډون ۲۰ نور ټپیان شوي دي. پیښه د خیبرپښتونخوا د باجوړ په مومندو کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4axvS
Pakistan Anschlag bei einer Polio-Impfstation in Quetta
آرشیف انځور: د پولیو واکسیناتورانو پر یوې ډلې حمله ۲۰۱۶انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د پاکستاني پولیسو یوه ویاند د دوشنبې په ورځ د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه هیواد کې د پولیو یا ګوزن واکسین د کمپاین په جریان کې د یوې بمې چاودنې په نتیجه کې شپږ تنه پولیس وژل شوي دي. په دغه پيښه کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې په پرله پسې ډول پر واکسیناتورانو او هغو امنیتي ځواکونو چې د دوی د حفاظت له پاره ګمارل شوي وي، مرګونې بریدونه کیږي. د پولیو (فلج یا ګوزن) واکسین د یو شمیر افراطي مسلمان ملیشه ډلو له خوا د مسلمانانو د ماشومانو د عقیم یا خصي کولو له پاره د لویدیځ د ابزارو په توګه تلقي کیږي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دي چې اوس هم په کې پر پولیو د ماشومانو د اخته کیدو نوې او مثبتې پيښې ثبت کیږي.

پاکستان کې دا مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک (TTP) له شدیدو بریدونو سره مخامخ دی چې ډیری وختونه له افغانستان سره ګډې پولې ته نږدې حملې کوي.

د پولیسو د ویاند د معلوماتو له خوا د واکسیناتورانو پر ټیم دغه برید د دغه هیواد په شمال لویدیځ د باجوړ په مومند سیمه کې د افغانستان پولې ته څیرمه شوی دی. بمي چاودنه موټر ته نږدې د سړک په غاړه رامنځته شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح

«په نورو هيوادونو کي د ترهرگرو پرضد اقدام حق لرو»