1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د غير قانوني کډوالو د اخراج مرکزونه جوړوي

۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې سر له راتلونکې چهار شنبې يعني د نومبر له لومړۍ نیټې څخه به هر هغه مهاجر چې په دغه هېواد کې په غير قانوني توګه ژوند کوي، نیول کيږي او د اخراج مرکزونه ته به استول کیږي.

https://p.dw.com/p/4Y3NH
آرشيف انځور: په کراچۍ ښار کې ميشت افغان مهاجر
آرشيف انځور: په کراچۍ ښار کې ميشت افغان مهاجرانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان د بلوچستان ایالت د حکومت ویاند جان اڅکزي، ويلي دي چې په دغه ایالت کې به د اخراج درې مرکزونه جوړ شي چې يو به یې د دغه ایالت په مرکز کویټه ښار کې وي.

د خيبر پښتونخوا ايالت سرپرست وزیر اعلی اعظم خان، هم ويلي دي چې په دغه ایالت کې به هم درې مرکزونه وي. هغه وويل چې د نومبر د لومړۍ نیټې د ضرب الاجل د ټاکل کيدو راهېسې تر ۶۰ زره ډېر افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اعظم خان وويل هغه مهاجر چې اسناد نه لري که چېرې غواړي چې ونه نيول شي، باید تر راتلونکې سه شنبې ورځې پورې له پاکستان څخه ووځي.

د پاکستان د کورنيو چارو موقت وزير سرفراز بګټي، ويلي دي چې د مهاجرو د اخراجولو په موخه د نومبر د لومړۍ نیټې ټاکل شوی وخت به تمديد نه شي.

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

پاکستان له لسیزو راهېسې د ميليونو افغان مهاجرو کوربتوب کوي. د دېمهاجرو دېر یې پر افغانستان د تېر شوروي اتحاد د اشغال په جريان کې له ۱۹۷۹م کال څخه نیولې تر ۱۰۸۹م کال پورې دغه هېواد ته مهاجر شوي دي. په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمير زيات شوی دی.

پاکستان ويلي دي چې هغه  ۱،۴ میليونه افغانان چې د مهاجر په توګه په دغه هېواد کې ثبت دي، د اندېښمن کيدو دليل نه لري. د پاکستان حکومت پر مهاجرو د فشار راوړلو پېښې رد کړي دي او استدلال یې کړی دی چې د غير قانوني مهاجرو د بيرته ستنولو هدف لري، پرته له دې چې مليت یې په پام کې ونیسي.

په چمن کې ستره مظاهره

د بلوچستسان په سرحدي ښارګوټي چمن کې په زرګونو کسانو د حکومت د هغه پلان پر ضد مظاهره کړې ده چې ويلي دي، د دغه ښار اوسيدونکي به په راتلونکي کې له افغانستان څخه له سرحده د اوښتو له پاره ویزې ته اړتيا ولري.

تر دې دمخه د سيمې اوسيدونکو د تګ راتګ له پاره ځانګړي جوازونه لرل او کولای شول په شناخته کارډ او تذکره تګ راتګ وکړي. په مظاهره کې افغانانو هم برخه اخيستې وه.

د چمن يوه پنځوس کلن اوسيدونکي نور الله اڅکزي وويل: «موږ په افغانستان کې خپلوان لرو او هلته تجارت کوو. هلته مو دوکانونه دي.»

افغان سوک وهونکی چې اوس په پیښور کې ترکاري خرڅوي

هغه وويل چې افغانان هره ورځ له پولې را اوړي او د دې لارې تر بندیدو دمخه بيرته خپلو کورونو ته ستنېږي او دا چې د دواړو هيوادونو وګړي له څو لسیزو راهېسې همداسې ژوند او کاروبار پر مخ وړي.

په پاکستانکې پر افغان مهاجرو فشارونه او د هغوی پر نیول کيدو ډېرې نیوکې وشوې. د بشري حقونو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي دي چې په ډله ایزه توګه د افغان مهاجرو له اخراجولو ډډه وکړي.

ملګرو ملتونو هم له پاکستان څخه غوښتي دي چې افغان مهاجر دې نه اخراجوي او ويلي یې دي چې د افغانانو ډله ایز اخراج له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د کورنيو د غړيو د جلا کولو باعث ګرځي.

تېره اوونۍ په پاکستان کې د امريکا يو شمیر پخوانيو دیپلوماتانو او په دغه هېواد کې د مهاجرو د مسئولو سازمانونو استازو له پاکستان څخه وغوښتل چې هغه مهاجر دې نه اخراجوي چې امريکا ته د مهاجرت د ویزو پروسس کيدو ته انتظار باسي.

ب. ص/ ن. ز (AP)