1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: حکومت د مخالفینو د ځپلو له پاره انټرنټ کمزوری کړی

۱۴۰۳ مرداد ۲۸, یکشنبه

فعالان او تجارتي شرکتونه وایي چې د پاکستان حکومت د مخالفینو د سرکوبولو له پاره تازه کنترولوونکي اقدامات تجربه کوي. د دوی په خبره دغه اقدامات چې یو له هغو څخه د انټرنټ سرعت کمول دي، د هیواد اقتصادي وضعیت په خطر کې اچوي.

https://p.dw.com/p/4jbBo
Illustration | Social Media Apps
انځور: Jonathan Raa/NurPhoto/picture alliance

په پاکستان کې IT یا معلوماتې ټکنالوژۍ یو سازمان وایي چې د جولای میاشتې راهیسې د انټرنټ سرعت د معمول له اندازې څخه ۴۰ سلنه سست یا بطي شوی دی.

د دغه سازمان په وینا دا کار د دې سبب شوی چې له واتس اپ څخه استفاده د میلیونونو کارونکو له پاره په ځانګړي ډول د انځورونو، اسنادو او نور محتوی د استولو په برخه کې مختل شي.

د ډيجیټالي حقونو د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان حکومت د یوه «فایروال» د آزموېنې په حال کې دی. 

فایروال د هغې شبکې امنیتي دستګاه ده چې د شبکو د لیږد را لیږد ترافیک څاري او د تعریف شوو امنیتي قوانینو د یوې مجموعې په اساس پریکړه کوي چې کوم محتوی ته اجازه ورکوي او کوم بندوي.

که څه هم فایروال یو امنیتي سیستم دی چې د شبکو ترافیک څاري، خو کیدای شي د انلاین فضا د کنترول له پاره هم ترې استفاده وشي.

فعال او د ډيجیټالي حقونو کارپوه اسامه خلجي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د انټرنټ سرعت کمیدل د حکومت له خوا د ملي فایروال او محتوا د فلتر سیستم نصبولو له امله دی چې د نظارت او سیاسي مخالفینو د سانسور زیاتولو په موخه، په ځانګړي توګه په سیاست کې د امنیتي بنسټونو پر مداخلې د انتقاد د مخنیوي په خاطر صورت نیولی»

داسې معلومیږي چې پاکستاني چارواکو، واتس اپ په نښه کړی دی. واتس اپ دا وړتیا لري چې کاروونکي یې کولی شي بې له دې چې دریم کس ورته لاسرسی پيدا کړي، محتوا شئیر یا په اصطلاح له نورو سره یې شریک کړي.

شنونکي وايي چې پوځ د حکومت ملاتړ کوي او یو متقاعد جنرال د مخابراتو مشري کوي، هغه کس چې د څو اونیو راهیسې د انټرنټ د کمزورې کیدو په هکله له څه ویلو څخه ډډه کوي.

بالاخره د پاکستان دفاع وزیر هغه څه چې میلیونونو پاکستانیانو حدس وهلو تائید کړ. خواجه محمد اصف روانه اونۍ رسنیو ته وویل: «مونږ د انتقال له پړاو څخه د تیریدو په حال کې یو، چې وروسته له هغې به ټول دغه امکانات ستاسې په اختیار کې درکړل شي.»

نوموړي بې له دې چې تائید کړي دغه کنترولونه د فایروال یوه برخه ده، زیاته کړه: «خو د حکومت او افرادو پر وړاندې د ګواښونکي او پارونکي محتوا د مخنیوي له پاره به کنترولونه موجود وي.»

یوه مشهور پاکستاني ژورنالیست حمید میر د دغه هیواد د حکومت پر ضد په عالي محکمه کې د «فایروال د ښکاره نصولو» له کبله خپل شکایت ثبت کړی دی. ټاکل شوی دی چې د دوشنبې په ورځ دې دوسیې ته رسیدګي وشي.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ چې د دغه هیواد تر ټولو ځواکمنه اداره ده وایي چې په اصطلاح «له ډیجیټال ترهګرۍ» سره مبارزه کوي.

په روان کال کې د حکومت په غوښتنه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د ملیشه و د تاوتریخوالي پر ضد یو لړ لاریونونه ترسره شول.

په ورته وخت کې د بلوچستان په سویل لویدیځو سیمو کې اعتراض کوونکو په دې دلیل چې د حکومتي چارواکو له خوا یې حقونه تر پښو لاندې کیږي او بیلتون غوښتونکې ډلې سرکوبه کوي، په ضد مظاهرې وکړې.

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

د سیاسي مخالفینو ځپل

خو شنونکي وایي چې د دغو ډيجیټلي اختلالاتو اصلي هدف د عمران خان ګوند دی چې ډیر محبوبیت لري او د ځوان رای ورکوونکو او د ننۍ عصر د پر تخنیک پوه کسانو له خوا تقویه کیږي. عمران خان اوسهمال بندي دی.

د پاکستان د IT برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د فایروال په هکله ناڅرګند وضعیت، د پاکستان اقتصادي پوتنشیل له منځه وړي او ممکن د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې ته تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې زیان ورسوي.

د واتس اپ پيغام رسوونکې برخه په پاکستان کې ډیر سست کار کوي، خو غږیز تماسونه او او نور خدمات مختل شوي دي.

د ایکس (پخواني ټویټر) شبکه په پاکستان کې د انتخاباتو له وخت راهیسې منع شوې ده. له دې لارې به د عمران خان په اړه نظرپوښتنو کې د درغلې په هکله تورونه منعکس کیدل. دغه سیاسي ګوند د پاکستاني پوځ له ملاتړ څخه د برخمن ائتلاف له لورې له واک څخه لیري کړای شو.

سربیره پر دې د عمران خان د ټولنیزو شبکو ټیم په نښه او یو شمیر کاروونکي یې ونیول شول.

د بې سیم او انټرنټي خدماتو وړاندې کوونکي ټولنې مشر شهزاد احمد وویل چې د انټرنټ د کنترول له پاره فایروال عمدتاً د حکومت له خوا پلان شوی دی. د هغه په وینا «مونږ په دې باور یو چې فایروال د معلوماتي ټکنالوژۍ د پانګوالو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کوي او همدارنګه د اتباعو اساسي حقونه له خطر سره مخ کوي».

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

په هند کي انلاین سوداگري په چټکۍ سره وده کوي