پاکستان: افغانستان سره د تورخم او چمن لارې پرانیستل شوي دي
۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبهدغه وزارت وايي چې د جون میاشتې په ۲۲مه نیټه به په خوست ولایت کې د غلام خان بندر هم د سوداګرۍ او توکو د انتقالاتو له پاره پرانیستل شي.
پاکستان وايي چې دغه لارې به په اونۍ کې ۶ ورځې پرانیستې وي او په اونۍ کې یوه ورځ یعنې د شنبې ورځې د خلکو د تګ راتګ له پاره ځانګړې شوې ده. پاکستان وايي چې د غلام خان بندر پرانیستنه او له افغانستان څخه پاکستان ته د توکو صادرات ښيي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګري لا پسې پراخه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه همدا راز وايي چې پاکستان له اقتصادي اړخه د باثباته او سوله ایز افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.
پاکستان تر دې وړاندې له ايران سره هم خپلې پولې پرانیستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د يکشنبې په ورځ (د جون ۲۱مه) اعلان وکړ چې په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړينې ۱۱۹ پيښې ثبت شوي دي. دغه راز زیاته کړې چې پر دغې ناروغۍ د ابتلا ۴۹۵۱ نوې مثبت پيښې هم ثبت شوي دي.
آژانسونه/ا.خ.ح/ م.ک.ص/ ن.ص
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (07.03.2017):