1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: ترهګریز برید کې د پوځیانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۳, شنبه

د پاکستان پر امنیتي تاسیساتو د یوه ترهګریز برید په ترڅ کې د دغه هیواد د یو شمیر سرتیرو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي. پاکستاني پوځ ویلي چې بریدګر په پرمختللو وسلو سمبال ول.

https://p.dw.com/p/4RJ2S
Pakistan Imran Khan Verhaftung Ausschreitungen Armee
آرشیف انځورانځور: Aamir Qureshi/AFP

د جمعې په سهار د شمالي بلوچستان په مرکز مسلم باغ سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو پر یوه مرکز برید وشو. د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې تر دې برید وروسته ځواکونو یې د یرغمل نیول شوو کسانو د ژغورنې او د «تروریستانو» له موجودیت څخه د سیمې پاکولو په موخه عملیات ترسره کړل.

پاکستاني طالبان خپل فعالیتونه نوو سیمو ته غځوي

ویل کیږي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶ تنه پاکستاني سرتیري او یوه ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو متقابلو ډزو په جریان کې د یوې ښځې په ګډون شپږ تنه نور بیا ټپیان شوي دي. شپږ تنه «ترهګر» هم د دغو عملیاتو یا برید کې په وژل شوو کسانو کې شامل دي.

د پاکستاني پوځ په حواله برید کوونکي په ښو وسلو سمبال ول او د دې مرکز پر احاطې یې برید کړی و.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «امنیتي ځواکونه له ولس سره په هم غږۍ د بلوچستان د ثبات او پرمختګ د خرابوونکو د هر ډول هڅو خنثی کولو ته ژمن دي».

د پاکستان پوځ: د بلوڅ اورپکو مشر مو نيولی دی

بلوچستان د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی چې له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري. دغه ایالت په پرله پسې ډول د اسلام پاله ملیشه و، توکمیزو ډلو او ولسي بیلتون غوښتونکو له خوا په نښه کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص