پاکستاني چارواکو په سلونو کسان د تاوتریخوالي په تور نیولي
۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبهامنیتي ځواکونو تر هغه وروسته د دې کسانو پر نیولو لاس پورې کړ چې د کورنیو چارو وزیر له ولایتي حکومتونو او فدرالي ادارو څخه وغوښتل چې د هغو کسانو پر ضد په عمل لاس پورې کړي چې د مظاهرو او ګډوډیو پر مهال په تاوتریخوالي او د خصوصي شتمنیو په ویجاړولو کې ښکیل ول.
د پنجاب د پولیسو یوه ویاند بشارت علي، د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ د پولیسو د ټپي کولو، عامه او خصوصي شتمنیو د ویجاړولو په تور شکمن کسان نیولي دي.»
ځايي رسنیو ویلي دي چې د پنجاب پولیسو تر ۱۱۰۰ ډیر کسان بندیان کړي.
د «تحریک لبیک پاکستان» یا TLP ډلې د درو ورځو له پاره د پاکستان په کچه مظاهرې وکړې. د مظاهرو لامل د سترې محکمې هغه پریکړه وه چې له مخې یې آسیه بي بي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د مرګ په سزا محکومه شوې وه، پر هغې باندې له لګیدلو تورونو پاکه شي. پر آسیه بي بي، تور وو چې له یو شمیر مسلمانو ښځو سره په شخړه کې یې اسلام ته سپکاوی کړی.
«تحریک لبیک پاکستان» تر هغه وروسته له مظاهرو لاس واخیست چې د پاکستان حکومت موافقه وکړه چې محکمې د پریکړې د کره کتنې له غوښتنې سره مخالفت و نه کړي، له هیواد څخه د آسیه بي بي د وتلو مخه ونیسې او د مظاهرو پر مهال نیول شوي کسان آزاد کړي.
د «تحریک لبیک پاکستان» ویاند زبیر کاسوري، د آلمان خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ وویل: «حکومت موافقه کړې وه چې نیول شوي کسان به آزادوي خو په بدل کې یې بیا هم د نورو کسانو په نیولو لاس پورې کړ.»
د زبیر په خبره د یکشنبې په ماښام ناوخته هم د «تحریک لبیک پاکستان» تر ۵۰۰ ډیر کارکوونکي نیول شوي دي. د مظاهرو پر مهال د دې ډلې مشرانو د هغو قاضیانو د وژلو یادونه کړې وه چې د آسیه بي بي د تورونو د لیرې کیدو پریکړه یې کړې وه. پر دې سربیره د حکومت د راپرځولو غوښتنه هم شوې وه.