پر یو پاکستاني پولیس پر عارضې ښځې د جنسي تيري تور
۱۴۰۲ مرداد ۱, یکشنبهد اسلام آباد د پولیسو یو ویاند د یکشنبې په ورځ (د جولای ۲۳مه) وويل: «شکمن چې يو پولیس دی نیول شوی او تر تحقیقاتو لاندې دی.»
د آلمان خبري آژانس په حواله دغه پېښه پلازمينه اسلام آباد ته څېرمه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د شپږو میاشتو یوې حاملې ښځې له خپل خاوند سره تر یوې شخړې وروسته خپل کور پرېښود او د پولیسو په لټه کې شوه.
ورته نورو ولولئ: د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي
دغې شل کلنې ښځې شکايت ثبت کړی چې هغه د پولیسو مرکز ته په لاره وه چې د پولیسو د ډولفین ایمرجنسي واحد یو افسر چې د مرستې ژمنه ېې وسره کړې وه ولیده خو افسر هغه د پولیسو د مرکز پر ځای یوه اپارتمان ته بوتله او ورباندې ېې جنسي تېری وکړ.
په انګلیسي ژبه خپرېدونکې پاکستانۍ ورځپاڼې، ډان، د يکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې لوړپوړو چارواکو په ابتدا کې هڅه کړې تر څو دغه پېښه د بېړنیو پيښو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د واحد د بدنامه کېدو د مخنيوي له پاره پټه وساتي.
ورته نورو ولولئ: د پاکستان په يوه کوچني ښارګوټي کې د ډېرو ښځو د وژنو پېښې
په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالو پېښو په کراتو شدید مخالفتونو له ځانه سره درولودلي دي. د پاکستان پارلمان تېر کال د جنسي جرمونو په تړاو یو داسې قانون تصویب کړ چې په هغه کې په ځانګړې توګه د جنسي تيري او د ماشومانو جنسي آزار په څير شدیدو قضیو کې د عامل له پاره د اعدام سزا په نظر کې نيول شوې ده.
دغه قانون وروسته له هغې تصویب شو چې یو مجرم د پاکستان پر یوه لوې لار، پر ېوې ښځې د هغه د ماشومانو په مخ کې جنسي تیری وکړ. هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي وو چې د دغې ښځې موټر پر لاره تېل خلاص کړي وو او د سفر پر مهال ېې ماشومان هم ورسره ول. دغې پېښې په پاکستان کې د خلکو سخته غوسه راپارولې وه.
ورته نورو ولولئ: په پاکستان کې دوه نارینه پر اعدام محکوم شوي
آ/م.ک.ص./ا.ا.
پاکستان سره په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: