پاکستاني طالبانو د خبرو د پیل له پاره شرط ایښی دی
۱۴۰۰ آبان ۱۵, شنبهکنړ ولایت پورې اړوند یوه قوماندان ويلي دی چې پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې تړاو دوه ځله ابتدايي مذاکرات کړي دی او دغه مذاکرات د یوه افغان طالب چارواکي په مرسته ترسره شوي دي.
دغې مسئلې ته نژدې منابعو ويلي دي چې دغه مرسته د حقاني د ډلې مشر سراج الدين حقاني له خوا شوې ده. سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو د اوسني حکومت د کورنیو چارو وزیر دی.
د پاکستاني طالبانو درو قوماندانانو ويلي دي چې د بنديانو آزادول د مذاکراتو په برخه کې د اعتماد جوړونې په معنې ده او زیاته کړې ېې ده چې د مذاکراتو نتایج لا تر اوسه روښانه نه دي.
د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغې غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان څه موده وړاندې ترکي تلويزیون TRT ته ويلي وو چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو له يوې خوا سره د پخلاینې پر خبرو بوخت دی.
پاکستاني طالبان چې د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) په نوم هم ياديږي، له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده. اوس چې افغان طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، پاکستان هڅه کوی چې د هغوی په مرسته پاکستاني طالبانو سره جوړجاړي ته ورسيږي.