يو واښکی انگور په لس زره يورو پلورل سوي
۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبهپه جاپان کي د بولۍ پر مهال يو واښکی انگور په نزدې لس زره يورو پرول سوي دي.
په کنيشي پلورنځی کي د «رابي رومانس» په نوم انگورو واښکی ۹۸۰۰ يورو بيه لري.
د انگورو د دغه نوي راوتلي ډول د بولۍ گټونکي چي تاکامارو کونيشي، نوميږي د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل: «موږ پخپل پلورنځی کي انگور نندارې ته وړاندي کوو او خپلو مشتريانو ته يې د مزې څکلو له پاره وړاندي کوو.»
د انگور دغه واښکی ۳۰ دانې لري او د هري دانې بيه ئې ۳۲۷ يورو کيږي. د هري دانې غټوالی د پينگ پانگ د توپ په اندازه دی.
جاپانيان اغلباً په زړه پوري مېوې وړيا ورکوي. په جاپان کي چي هرکله د مېوي يو نوی ډول پيدا سي، دوی هغه بولۍ ته وړاندي کوي او پايلي ئې د رسنيو د خبرونو د سر ټکي گرځي، څو د بولۍ گټونکي ته اعتبار ورکړل سي.
په جاپان کي معمولي مېوې هم گراني دي. د بېلگې په توگه د يوې مڼې بيه نژدې ۲ يورو کيږي.