1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو آلمانی سازمان پر مهاجرو کانډومونه ويشي

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

يو آلمانی سازمان د ايدز او د جنسي نژدې والي له لارې د رامنځته کيدونکو ناروغيو د مخنيوي او په اړه يې د پوهاوي په موخه، پر مهاجرو ۳۵۰ زره کانډومونه په وړيا توګه ويشي. مهاجر کولای شي کانډومونه له خپلو کمپونو تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/35aW2
Kenia Anti AIDS Kampagne Kondome Jugendliche
مهاجر کولای شي وړيا کاندومونه له کمپونو څخه ترلاسه کړئ - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/S. Maina

په برلين کې د آلمان د کاتوليک (ک ان اې) خبري آژانس د رپوټ په حواله، د آلمان د ايدز ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې همکار سازمان، دغه ۳۵۰ زره کاندومونه د مهاجرو د کمپونو او هستوګنځايونو په اختيار کې ورکوي. دغه سازمان د چهار شنبې په ورځ په برلين کې وويل چې له همدې شيبې څخه دغه کاندومونه په يادو سيمو کې په وړيا توګه ويشل کيږي.

ياد سازمان دغه راز غواړي د مهاجرو له پاره د جنسي نژدې والي او د آلمان د روغتيايي نظام په اړه معلومات ورکړي. د دغه کمپاين ملاتړ د کاندوم د توليد لوي شرکتونه کوي.

Kondome für Frauen
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/D. Dutta

د نوموړي سازمان مشر بيورن بيک مهاجرو ته په خطاب کې وويل: «موږ غواړو وسيله وګرځو، که په هغه صورت کې چې د (اچ آی وي) مثبت لرونکي ياست، د مرستې امکانات درته شتون لري. پرته له دې چې شاوخوا کسان در څخه خبر وي.»

د دغه پروګرام پيلوونکي غواړي تر څو له دغې لارې په مهاجرو کې د (اچ آی وي) ويروس د لا ډیرې خپريدا مخنيوی او د دغې ناروغۍ د درملنې عاجلې لارې چارې برابرې کړي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: