ویست: افغانان د جګړې مخالفت او د خبرو اترو ملاتړ کوي
۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبهد «افغانستان د راتلونکي فکر فورم» د افغانستان له بېلابېلو نرینه او ښځینه اقشارو جوړ فورم دی، چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۴ نېټه ) دوحه کې جوړ شوی و.
په دغې ناستې کې یو شمېر پخوانیو وزیرانو، قومي مشرانو، اقتصاد پوهانو، د بشري حقونو فعالینو او نورو ګډون کړی و او د توماست ویست په خبره، د غونډې ډېر ګډونوال له افغانستانه ورغلي وو.
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماست ویست لیکلي، چې په دغې ناستې کې د طالبانو پر کړنو نیوکې او د دغې ډلې په ملاتړ نظرونه تبادله شول او ټولو افغان استازو د جګړې مخالفت او دې هېواد کې د ننګونو او ستونزو هواري له پاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ.
توماس وېسټ یو ځل بیا د افغانانو د خپل منځي خبرو غږ کړی
هغه لیکلي:« ما د طالبانو د کړنو غندل او ملاتړ واورېد. ما له ستونزو د نړیوالې ټولې د چلن د څرنګوالي په اړه متفاوتې توصیې واورېدې، مګر ټولو افغان ګډونوالو له وسله والې جګړې سره مخالفت او د ستونزو د حل له پاره یې د خبرو اترو ملاتړ وکړ.»
وروسته له هغې، چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې طالبانو پر افغانستان ولکه وکړه، د دغې ډلې حکومت پر ښځو، رسنیو او د ټولنې په بېلابېلو پوړونو مختلف بندیزونه ولګول، چې دې چارې نړیواله ټولنه اندېښمنه کړې ده. تر اوسه د طالبانو حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
Twitter; tomas west, OD, AA