وردک: طالبانو روغتیایي مرکزونه تړلي دي
۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبهتیره اوونۍ د افغان ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د سویډن کمیټې په یوه روغتیایي مرکز کې چې په وردک ولایت کې دی، څلور کسان ووژل شول. دغه خبره د سویډن کمیټې او حکومتي چارواکو تایید کړی دی.
که څه هم د سویډن مرستندويه کمیټې دغه پیښه وغندله، خو طالبانو پر دې خیریه موسسې باندې د ملکیانو په ساتنه کې د پاتې راتلو تور لګولی دی.
د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي: «موږ تمه لرو چې د سویډن کمیټه په وردک ولایت کې خپل خدمات بند کړي، ځکه هغوی د خپلو افغان کارکوونکو د امنیت په تضمینولو کې پاتې راغلي دي.»
د سویډن کمیټې تایید کړې ده چې طالبانو دغه سازمان اړ کړی دی چې په وردک ولایت کې د ۷۷ روغتیایي مرکزونو له ډلې څخه ۴۲ یې وتړي. دې سازمان روښانه کړې ده چې له دې کبله تر ۵۷۰۰ ډیر ناروغان اغیزمن شوي دي.
د سویډن کمیټه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت کوي او تر ۶۰۰۰ ډیر افغان کارکوونکي لري. دغه کمیټه په ۱۹۸۰م کال کې رامنځ ته شوه چې د سویډن د پراختیایي همکاریو اداره یې تر ټولو زيات مالي ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د سویډن د کمیټي مشر سوني منسون، ویلي دي: «د روغتیایي مرکزونو بندولو ته زموږ د کمیټې مجبورول د بشري حقونو او نړیوال بشري قانون څرګنده تر پښو لاندې کول دي.»
د همدې کال په پیل کې طالبانو سور صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان هم دې ته اړ کړي ول چې د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې خپل فعالیتونه ودروي. طالبانو د دې کار لامل د واکسین یو شمیر مشکوک کمپاینونه په ګوته کړي ول.
(ms/nz (reuters