1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي کشمیر: په سیلابونو کې ۱۶ هندو زیارت کونکي مړه شوي

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

هندي چارواکي نن شنبه وویل چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په یوه مذهبي سیمه کې سیلابونو ۱۶ کسان مړه کړي دي. سیلابونو د هندوانو یوه مشهور زیارت ته نژدې د زیارت کونکو په سلونو خیمې لاندې کړي او ډير کسان لا هم لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4DtO3
Indien | Überschwemmung | Jalimura
هندوستان کې سیلابونه - د آرشیف انځورانځور: Anupam Nath/AP/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، شاوخوا لس زره کسانو د هیماليا غرونو په یوه لرې پرته سیمه کې د امرنات په نوم د هندوانو یو لرې پروت عبادت ځای شاوخوا ته خيمې وهلې وې. خبرځای زیاتوي چې د هوا له ناڅاپي خرابیدو سره سیلابونه راغلل او په سلونو خيمې ېې لاندې کړې.

مړه شوي کسان او په نامعلوم شمیر کې ټپي شوي او ډار شوي کسان د څرخي الوتکو په پرله پسې پروازونو کې رایستل شوي دي.

د ژغورنې يوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل: «موږ تر اوسه ۱۶ مړي موندلي دي او لږ تر لږه ۴۰ کسان لادرکه دي.» دغه چارواکي زیاته کړه: «امنيتي ځواکونه او د ژغورنې ټولې ډلې د لادرکه شوو کسانو او ټپيانو لټون کوي.»

د ويوېک په نوم یو زیارت کونکی چې له سیلابونو روغ وتلی، وويل چې د هغه د کورنۍ او د ټيم يو شمیر غړي چې سیمې ته یې سفر کړی وو لا هم لا درکه دي.

هغه وويل: «موږ یوه ۱۵۰ کسیزه ډله وو او زموږ ۳۰ کسان لا هم هلته بند پاتې دي. د هغوي ټيلفونونه بند دي.»

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ ناوخته د پيښې له قربانیانو او د هغو له کورنيو سره خپله غمشريکي وښوده. هغه پر ټويټر ليکي دي: «غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم.»

د هیمالیا په غره کې د هندوانو دغه زیارت خورا مشهور دی. د زیارت کولو په کلني مراسمو کې په زرونو زیارت کونکي سختې غرنۍ لارې وهي تر څو زیارت ته ځانونه ورسوي. د کرونايي محدودیتونه له کبله تر دوه کلن ځنډ وروسته سږکال دا لومړنی ځل دی چې هندوان خپل په دغه مذهبي مراسمو کې په عمومي ډول ګډون کوي.

زیاته شوې چې سږکال د دغو مذهبي مراسمو له پاره کلک امنتي تدابیر هم نيول شوي دي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.