هلمند: د ملي امنیت فعالیتونه پراخ شوي دي
۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبهد هلمند د ولايت د ملی امنیت کارکوونکو په لښکرګاه، نادعلی او نهر سراج سیمو کي ګڼ شمیر وسلي، چاودیدونکي توکي او دوه تنه تورن كسان نیولي دي.
د هلمند د ملی امنیت ریس، ډګروال نظرعلی واحدی، رسنیو ته وویل چې د لښكرګاه او كندهار تر منځ په لاره كې د نهرسراج په سيمه كې يې هم دري حلقي ماينونه كشف او خنثى كړي دي.
د هلمند د ولایت د ملي امنیت ریس زیاتوي چي دغه وسلي او ترهګر يي د محلی اوسیدونکو په مرسته نیولي دي.
د هلمند د ولایت د ملی امنیت ریس وايي وروسته له هغي چی د لښکرګاه د ښار د امنیتي چاری افغان ځواکونو ته وسپارل شوی د دوی فعالیتونه ډیر سوي او کولی شي چي د لښکرګاه ښار ترځنګ د شاوخوا سيمو امنيتي چاري هم وساتي:
په وروستیو کي د هلمند امنیتي حالت د ښه كيدو په حال كي دی. که څه هم وسلوال طالبان هره ورځ د افغان او بهرنیو سرتیرو د وژلو ادعاوي کوي خو دولتی مسيولین هم د هغوی په پټن ځایونو چاپی وهی.
دویچه ویله/ مجتبی محمدي
کتونکي: مسعود جهش