هغه نړيوال مشران چي په کرونا ويروس اخته سول ـ انځوريز راپور
د کرونا پاندمي له پېلېدو راهيسي په مليونونو انسانان په ټوله نړۍ کي په دغه ويروس اخته سول. په دغو کي بعضي سياستوال او نړيوال مشران هم شامل ول چي دلته يې پېژندلای سئ:
ايمانويل ماکرون، ولسمشر، فرانسه
ماکرون په خپل هيواد کي د ولسمشر په توګه کرونا پاندمي پر ضد د مبارزې مشري کوله، خو له ټول احتياط باوجوده له کرونا په ځان ساتنې بريالی نه سو. هغه په کرونا اخته او ورڅخه روغ سو.
دونالد ترمپ، ولسمشر، متحده ايالات
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ هم د کرونا په ويروس اخته سو. دا په داسي حال کي چي د بيا ولسمشر کېدو له پاره د هغه د کانديداتورۍ کامپاين روان ؤ. خو هغه زيات وخت په قرنطين کي پاته نسو.
ژاير بولسونارو، ولسمشر، برازيل
د برازيل ولسمشر، بولسونارو هم د ترمپ په شان د کرونا پاندمي په تړاو له خطرونو څخه زيات قانع نه ؤ. بولسونارو پخپله په کرونا اخته سو. هغه په داسي حال کي خبريالانو ته راڅرګند سو چي ماسک يې اچولی ؤ.
ژانين آنيڅ، عبوري ولسمشره، بوليويا
د بوليويا هيواد عبوري ولسمشره، ژانين آنېڅ هم په کرونا ويروس اخته سوه. هغې په ويروس د اخته کېدو وروسته وويل چي اړينه موده به په قرنطين کي پاته سي. هغې پخپله د دې پخلی وکړ چي په کرونا اخته سوې ده.
بوريس جانسن، لومړی وزير، بريتانيا
د بريتانيا لومړی وزير، بوريس جانسن هم په کرونا اخته سو او آن تر روغتونه ورسېد. دا له هغه وروسته چي لومړی د هغه درملنه د هغه په کور کيدله، خو کله چي يې وضعيت خراب سو نو روغتون ته انتقال کړل سو. له جوړېډو وروسته هغه له روغتون څخه رخصت کړل سو.
شهزاده چارلس، وليعهد، بريتانيا
د بريتانيې د ملکې اليزابېت زوی او د پلاز وليعهد، شهزاده چارلس هم په کرونا اخته سو. هغه ځان په قرنطين کي وساته او له کرونا روغ سو. د کرونا د هغه علايم ډېر سپک ول.
ميخايل ميشوستين، لومړی وزير، روسيه
د روسيې لومړی وزير، ميخايل ميشوستين د اپريل په مياشت په کويد ۱۹ اخته سو. د هغه د ناروغۍ پر وخت د هغه ځايناستي لومړي وزير د صدراعظمې چاري پر مخ بوتلې.
مت هېنکوک، د روغتيا وزير، بريتانيا
د بريتانيا د روغتيا وزير په يو ټويټ کي خبر ورکړ چي هغه د کرونا په ويروس اخته سوی دی. مت هينکوک په خپل ټويټ کي ويلي ول چي څو ورځي به له کور څخه کار وکړي. هغه ډېر ژر له دغه ويروس څخه روغ سو.
فرانک ريستر، د کلتوري چارو وزير، فرانسه
د فرانسې د کلتوري چارو وزير، فرانک ريستر هم په کرونا د اخته کېدو وروسته قرنطين ته ولېږدول سو. دغه ۴۶ کلن اوس له کرونا روغ سوی دی.
پېتر دتن، د کورنيو چارو وزير، آستراليا
پېتر دتن په کويد ۱۹ له اخته کيدو وروسته تر روغتون ورسېد. په کوينلند کي په روغتون کي تر درملنې وروسته هغه له کرونا څخه بېرته روغ سو.
ياکوف ليڅمن، د روغتيايي چارو وزير، اسرائيل
د اسرائيل د روغتيا وزير، ياکوف ليڅمن او وروسته د هغه مېرمنه دواړه په کرونا اخته سول. هغوی جلا په قرنطين کي وساتل سول او وروسته له کرونا څخه ورغېدل.