هغه مدرسه چې قرآن پکې د اشارو په ژبه حفظ کیږي
دغه لیلیه لرونکې مدرسه د اندونیزیا هیواد په یوګیارکارتا سیمه کې واقع ده، خو د نورو مدرسو برخلاف له دې مدرسې هیڅ کله هم د قران د تلاوت غږ نه اوریدل کیږي، دا چې څنګه تفصیل یې په دې انځوریز رپوټ کې لوستلی شئ.
دا د هغو ماشومانو له پاره چې ګونګیان دي ځانګړې مدرسه ده چې زده کوونکي پکې د عربي اشارو په ژبه قران کریم زده کوي. په دې مدرسه کې ۱۱۵ داسې ماشومان شامل شوي دي چې د اشارو په ژبه د قرآن د حفظ کولو هیله لري.
په انډونیزیا کې نږدې ۴ میلیونه ماشومان په ۲۷ زرو مدرسو کې پر زده کړو بوخت دي
د دې مدرسې بنسټ ايښودونکی ابو کهفي وایي چې دا اقدام یي وروسته له هغې وکړ چې ورته معلومه شوه چې په انډونیزیا کې ګونګي ماشومان د خپل مذهب په اړه ډیر معلومات نه لري. په ۲۰۱۹م کال کې له څو تنو ګونګي ماشومانو سره د ۴۸ کلن اوبو کهفي دوستي پيل شوه. په هغه وخت کې یې درک کړه چې دغه ماشومان د اسلام په اړه په ډیر څه نه پوهیږي.
که یو څوک دې مدرسې ته ځي ويني چې د ماشومانو سترګې پر کتابونو وي او لاسونه یې په ډیرې تیزۍ سره حرکت کوي.
دا د هغو ماشومانو له پاره یوه ستونزمنه مذهبي زده کړه چې هیڅ کله یي هم د مذهب یا قرآن کریم په اړه څه نه دي زده کړي او مورنۍ ژبه یي انډونیزیایي ده. ابو کهفي وایي دا «ډیر مشکل دی.»
د هلکانو له ټولګي څخه ۱۰۰ متره لیري د نجونو صنف دی چې هلته هم ورته تمرین جریان لري. په دې مدرسه کې د شل کلنې لیله دهیا الحق زده کړه د هغې د مور پلار له پاره د خوښۍ او ویاړ خبره ده. دا د دې مدرسې تر ټولو پخوانۍ زده کوونکې ده. دا وایي: «زه له خپل مور پلار سره جنت ته تګ غواړم او نه غواړم دا ځای پریږدم.»
په عامو مدرسو کې ماشومان متن په لوړ غږ سره لولي او آیاتونه حفظ کوي، خو د اوریدو له نعمت څخه محروم ماشومان بیا د قرآن د ۳۰ سپارو هر توری په ډیر زحمت سره د لاسونو په اشارې سره ادا کوي.
د دې مدرسې مصارف پخپله ابو کهفي او نور مسئول کسان پر غاړه اخلي، ځکه دلته اکثره زده کوونکي د بی وزله کورنیو ماشومان دي او هغوی د اوسیدو، یونیفورم، کتابونو او نور لګښتونه چې په میاشت کې (۶۸ ډالره) کیږي، نه شي پوره کولی.
په دې مدرسه کې ماشومان اسلامي قوانین، ریاضي، سائنس او بهرنۍ ژبې هم زده کوي، څو په راتلونکي کې هغوی په لوړه کچه خپلې زده کړې جاري وساتلی شي. د دې ښوونځي ټولنیز تاثیر دا دی چې د دغو ماشومانو پر ځان باور او اعتماد زیاتیږي، چې ډیری وختونه له تبعیضي چلن سره مخامخ کیږي.
د زینل عارفین یولس کلن زوی په دې ښوونځي یا مدرسې کې زده کړه کوي. هغه وایي: «زما په زوی کې خود اعتمادي یا پر ځان باور ډیر کم و. هغه پوهیده چې له نورو مختلف دی، خو له کله راهیسې چې دلته راغلی دی اوس د خلکو سره په مخامخیدو د شرم احساس نه کوي. هغه ماته ویلي دي چې خدای زه همداسې پيدا کړی یم او هغه ځان په همدې حالت کې قبول کړی دی.»