هغه لس کاره چې سړي یې په ورځني ژوند کې د چاپيريال ساتنې له پاره کولای شي
هر څوک کولای شي په خپل ورځني ژوند کې په څو کوچنيو کارونو سره په چاپيريال کې ستر بدلون رامنځته کړي. دلته په دې اړه يو څو لارښونې لوستلائ شئ چې څرنگه د چاپيريال ساتنه وکړو.
اوبه وسپموئ ـ د اوبه نل بند کړئ
د لاسونو پريوللو يا غاښونو پاکولو پر وخت موږ د دې پر ځای چې د اوبه نل بند کړو، ناحقه مو روان پريښې وي. د آلمان د اولدنبورگ د پوهنتون د يوې څيړنې په حواله په دې توگه موږ تر ۱۲ ليتره اوبه ضايع کوو.
د لمبا پر وخت د اوبو سپمول
څوک چې يو ځل په گرمو اوبو کې حمام کوي، يعني په ټپ کې لامبي، کابو ۱۴۰ ليتره اوبه مصرفوي. د شاور پر وخت په نل کې په دقيقه کې کابو ۲۰ ليتره اوبه راځي. د آلمان د چاپيريال او طبيعت ساتنې ټولنې د څيړنو پر اساس کله چې د يوه کور څلور تنه په ټپ کې د غسل پر ځای شاور واخلي، نو په کال کې د بريښنا او اوبو له درکه کابو ۳۰۰ يورو سپموي.
کور ته هوا ورکول
د کور يا اپارتمان کړکۍ څو ساعته د نيم کښه کولو پر ځای بايد دوه يا درې دقيقې خلاصې پريښوول شي. د کړکيو دغه څو دقيقې پرانیستې پريښول بسنه کوي څو په کافي اندازه تازه هوا کوټو ته ننوځي. د چاپيريال د نړيوال صندوق په حواله په دې توگه موږ کولای شو د کال په سړو ورځو کې تر ۳۰۰ کيلوگرامه کاربن ډايي اوکسايد او همدا راز کابو ۷۰ يورو وسپموو.
له بيتريو ډډه وکړئ
د آلمان چاپيريال ساتنې اداره سپارښتنه کوي چې د بيتريو له استعماله ډډه وکړئ او په برق چليدونکې آلې وکاروئ. د بيرته نه چارجيدونکو بيتري گانو توليد له هغه څخه د ۴۰ تر ۵۰۰ ځله زياتې انرژۍ ته اړتيا لري چې وروسته ترې ترلاسه کيدلای شي. د نه چارج کيدونکو بيتري گانو څخه په لاس راغلې انرژي له برق څخه ۳۰۰ وارې گران بيه تماميږي.
برقي آلات بايد گل کړئ
د کور څخه د وتلو يا نه کارولو په صورت کې برقي آلات لکه تلویزيون بايد په ريموټ نه بلکې له ساکټه گل کړل شي. دا سپارښتنه د چاپيريال د حفاظت ټولنه (NBU) کوي. په Stand-by-Modus یا په معلق حالت کې هم برق مصرفيږي. د سویچ لرونکي درې ساکټې کارولو له لارې سړی کولای شي د انرژۍ مصرف ډير راکم کړي.
ديگ بايد سرپوښ ولري
د چاپيريال نړيوال صندوق دې ته اشاره کړې چې د پخلي پر وخت ديگونه بايد سرپوښ ولري. په دې توگه سړی کولای شي تر ۶۵ فيصده لږه بريښنا يا گاز مصرف کړي، ځکه سرپوښ د تودوخې د وتو مخه نيسي. سربيره پر دې بايد داسې ديگونه انتخاب کړو چې له منقل سره برابر وي.
برقي چای جوش بايد وکاروئ
کله چې غواړئ اوبه جوش کړئ نو د منقل پر ځای برقي چای جوش وکاروئ. ځکه په دې توگه انرژي کمه مصرفيږي او اوبه هم زر جوش کيږي. د چاپيريال نړيوال صندوق يو مثال ورکوي: که موږ د ورځې يو ليتر اوبه جوشوو نو په کال کې کابو ۴۰ يورو سپموو او همدا راز د ۹۰ کيلوگرامو کاربن ډايي اوکسايد د توليد مخه نيسو.
د ويښتو وچولو ماشين له کارولو ډډه وکړئ
د چاپيريال د نړيوال صندوق په حواله په تشناب کې هغه آله چې ډيره بريښنا مصرفوي د ويښتو وچولو ماشين دی. په دوبي کې سړی د ويښتو وچولو ماشين ته هيڅ اړتيا نه لري.
د کافي د يو وار مصرفه گيلاسونو بديل پيدا کړئ
د کافي يا قهوې يو وار مصرفه گيلاسونه چې سرپوښ هم لري او سړی یې په آسانۍ سره په موټر او په لار کې څښلای شي، ډير عام دي. خو هر کافي څښونکی بايد د دې د کارولو ډډه وکړي ځکه دا چاپيريال ته ډير زيات زيان رسوي. ولې داسې نه کوو چې بل ځل په کافي پسې خپل گيلاس يا پياله يوسو او له کافي يې ډکه کړو او په دې توگه چاپيريال وساتو.
پلاستکي او يو وار مصرفه کڅوړې بايد ونه کاروو
د آلمان د چاپيريال ساتنې ادارې په حواله په آلمان کې په کال کې د سړي سر ۷۶ کڅوړې کارول کيږي، چې دا يو بې ځايه مصرف او چاپيريال ته یې تاوان ډير دی. د دې زمينه بايد برابره شي چې استعمال شوې کڅوړې ريسايکل يا بيرته په کار واچول شي: خو تر ټولو ښه داده چې سړی له ټوکر جوړې کڅوړې وکاروي.