هغه امریکایي ستوري چې د ترمپ له بریا سره خپل هیواد پریږدي
د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ، د سینما او تلویزیون د ځينو ستورو ترمنځ هم ښه شهرت نه لري. په دې انځوریز رپوت کې هغه ستورې ښوول شوي دي چې ویلي یې ول د ترمپ د ټاکل کیدو په صورت کې به امریکا ووځي.
مت دیمون (فلمي ستوری)
مت دیمون د هالیود سیمنا یو له تر ټولو بریالیو هنرمندانو څخه دی. هغه له یوې آلمانۍ ورځپاڼي رسنې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ترمپ د ټاکل کیدو په صورت کې به څه وکړي، وویل «څوک څه پوهیږي، کیدای شي برلین ته کډه وکړم.» هغه په وار وار له ترمپ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
شر (سندرغاړې او د فلمونو لوبغاړې)
شر د امریکا یوه پخوانۍ سندرغاړې او د فلمونو لوبغاړې ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې «مشتري» ته سفر کوي.
برایان کرانستون (د سینما لوبغاړی)
برایان کرنستون، د امریکا د سیمنا یو بل مشهوره لوبغاړی دی چې ویلي یې دي د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته سفر وکړي.
امی شومر
شومر د فلمونو، تلویزیوني سریالونو برنامو لیکواله او لوبغاړې ده. هغه د امریکا یو له مشهورو ښځینه کمیدینو څخه ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې هسپانیا ته سفر کوي.
جان ستیورت
ستیورت د امریکا تلویزیون یوه مشهوره څیره ده. هغه د ۱۶ کلونو له پاره (له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۵) د "دیلی شو" مشهوري تلویزیوني خپرونې وړاندې کوونکی وو. ستیورت ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به یوې بلې سیارې ته ولاړ شي. هغه ویلي ول چې ځکه غواړې بلې سیارې ته ولاړ شي چې که نړۍ ترمپ انتخابوي، په دې معنی ده چې اوسیدونکي یې لیوني شوي دي.
نیو کمبل (د سینما لوبغاړې)
نیو کمبل، امریکا میشته کانادایي د سینما هنرمنده ده. هغې ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې به بیرته خپل هیواد ته ستنه شي.
مایلی سایرس (سندرغاړې او د فلمونو هنرمنده)
مایلي سایرس، د هیلري کلنتن یو له قوي کمپاینرانو څخه وه. هغې ویلي ول چې که ترمپ بریالی شي نو له امریکا متحدو ایالاتو به کډه وکړي.
چلسی هندلر (هنرمنده)
چلسی هندلر کمدینه او د سینما هنرمندې د خپل ډاډ له پاره د ټاکنو د پایلې تر معلومیدو مخکې تر امریکا متحدو دباندي یو کور واخیست.
آمبر روز (مدله)
آمبر روز امریکایي مدله ده. هغې ویلي ول چې خپله رایه به کلنتن ته ورکړي، خو که ترمپ د ټاکنو ګټونکې شي، نو کانادا ته به کډه وکړي.
ووپی گلدبرگ (هنرمنده)
ووپی گلدبرگ په خپل هنري ژوند کې اسکار ګټلې ده. هغه اوس په تلویزیون کې د «ویو» په نوم یوه مشهوره سیاسي خپرونه پر مخ وړي. هغه د هیلري کلنتن یو له ملاتړو څخه وه خو ویلي ول چې که ترمپ ګټونکي شي نو ښايي له هیواده ووځي.
نیل یانگ (سندرغاړی)
نیل یانگ امریکا میشته کانادایي سندرغاړی دی، خو له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره یې په مرکه کې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
استیون کینگ (لیکوال)
استیون کینگ تر ټاکنو مخکې ویلي ول چې د ترمپ د ټاکل کیدو امکان هغه ډیر ویروي. هغه زیاته کړې وه چې د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته ولاړ شي.
باربارا استرایسند (سندرغاړې او هنرمنده)
باربارا استرایسند تر دې مخکې په استرالیا کې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به په همدې هیواد کې میشته شي. هغې ویلي ول چې دا کار به یوازې په هغه صورت کې وکړي چې استرالیایان هغه ومني.
عمری هاردویک (هنرمند)
د تلویزیون او سینما دغه لوبغاړي ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړ شي.
کلویی سوینی (هنرمنده)
کلویی سوینی دغې هنرمندې هم ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به کانادا ته ولاړه شي.
روزي اودانل (کمدینه او د خپرونو وړاندې کوونکې)
روزي اودانل له دونالد ترمپ سره ښه اړیکه نه لري. هغې ویلي ول چې د هغه د بریا په صورت کې به خپل هیواد پریږدي. کله چې له ترمپ څخه په یوه مناظره کې وپوښتل شو چې ولې یې ښځو ته د «چاغو خوګانو» او «سپیو» خطاب کړی دی، ویلي دي چې د هغه منظور یوازې روزي اودانل وه.
لینا دانم (هنرمنده، د فلمونو لیکواله او فلم جوړونکي)
دانم د امریکا د سینما یوه پیژندل شوې څیره ده چې د هیلري کلنتن ملاتړ یې کاوه. هغې ویلي ول چې د ترمپ د بریا په صورت کې به په کانادا کې خپل کارونه پر مخ یوسي.
نی−یو (سندرغاړی)
نی−یو (Ne-Yo) ویلي دي چې د ترمپ د بریا په صورت کې به د خپل یوه کانادایي ملګري همسایه شي.