هسپانیا ۲۹۴ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي انتقال کړل
۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبههسپانوي چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست۱۱) وویل چې د حکومت له لوري په چمتو شوې یوه ځانګړې الوتکه کې له پاکستانه ۲۹۴ تنه افغانان او د دوی د کورنۍ غړي دغه هیواد ته انتقال شوي دي. په مادرید کې چارواکو ویلي دي چې په دې توګه هسپانیا ته د دې هیواد د محلي همکارانو او د دوی د کورنۍ د غړو مجموعي شمیر ۳۹۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
د هسپانیا د حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ډله افغانان او د دوی د کورنۍ غړي د چهارشنبې په ماښام مادرید ته څیرمه یوه هوايي ډګر ته رسیدلي دي او هلته يې حکومتي چارواکو هرکلی کړی دی. د اعلامیې له مخې، په دغو چارواکو کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزه الباریس هم شامل وو.
په خپره شوې اعلامیه کې د الباریس له خولې ویل شوي: «دا پرواز زموږ د هغې ژمنې ثبوت دی چې هیڅوک [خپل محلي همکاران] به یوازې نه پرېنښودل شي.» د معلوماتو له مخې هسپانیا ته د رسیدلو افغانانو په ډله کې په افغانستان کې د میشتو هسپانوي ځواکونو او د هسپانیا د حکومت محلي همکاران شامل دي. په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې هسپانیا په تیر یوه کال کې د تخلیې پنځه عملیاتونه ترسره کړي دي.
په ورته وخت کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزه الباریس د پنجشنبې په ورځ د هسپانیا ملي تلویزیون ته وویل چې حکومت به هڅه وکړي چې د هسپانیا د پوځ او حکومت پخواني افغان همکاران او د دوی د کورنۍ غړي هسپانیا ته انتقال شي خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې د دوی شمیر روښانه نه کړ.