هالنډ کې د قران شریف د سوځولو هڅه؛ پولیسو درې کسان نیولي
۱۴۰۲ دی ۲۵, دوشنبهد اونۍ په پای کې د هالند په ارنهم ښار کې د ښي اړخو سخت دریځو له لوري په عام محضر کې د قران شریف سوځولو پلان د قهرجنو اعتراضونو سبب شوی دی، چې له کبه یې د ارنهم ښار پولیس مداخلې ته اړ شوي دي.
د هالندي چارواکو په خبره، په هالند کې د پګیدا ښي اړخې ډلې مشر اډوین واګنزویلد، د شنبې په ورځ د دې هیواد په ارنهم ښار کې د اسلام د سپیڅلي کتاب د سوځولو هڅه کړې ده. د چارواکو په خبره، اعتراض کوونکو د دغه کار د مخنیوي له پاره له تاوتریخوالي کار اخیستی ترڅو د نوموړي په لاس د دغه کار مخه ونیسي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د پولیسو تر مداخلې وروسته یو شمیر مظاهره کوونکو بیا د دوی په افسرانو د فشنګونو [اور لوبې وسایل] او ډبرو برید وکړ او زیاتوي چې درې کسان یې نیولي دي. د پولیسو په وینا، د پیګیدا په ډله کې شاوخوا ۱۰ کسانو برخه اخیستې وه.
د هالند د ارنهم ښار ښاروال احمد مارکوش د پیښې په تړاو وویل چې په هالنډ کې د قرآن کریم سوځول غیر قانوني نه دي او دا چې د پګیدا ډلې اعتراض له وړاندې نه په رسمي ډول ثبت شوی وو او اجازه ورکړل شوې وه.
احمد مارکوش د آې. ان. پي خبري اژانس ته په خبرو کې زیاته کړې: «زه په هغه غم او احساساتو پوهیږم چې د مقدس کتاب سوځول یې سبب کیږي. خو تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.»
ډوین واګنزویلد تر دې مخکې هم د مسلمانانو د سپکاوي په تور محکوم شوی و. نوموړې تر دې مخکې هم د قران شریف د څیرولو له کبله د ډېرو هیوادونو غوسه را پاروالې وهچې له کبله یې د ترکیې، ایران او پاکستان د چارواکو له خوا دغه کار غندل شوی وو.
پګیډا [Pegida] چې په آلمان کې یې بنسټ ایښودل شوی دی، د غرب د اسلامي کیدو پر ضد د وطن پرسته اروپایانو د آلمانۍ اصطلاح مخفف دی چې غړي یې د بهرنیانو او اسلام پر ضد نظریې لري.