ننګرهار: پر طالبانو بمي چاودنې او بیا ډزې شوي دي
۱۴۰۰ آبان ۱۶, یکشنبهد ننګرهار امنیه قوماندان، مولوی شیخ ندا محمد د يکشنبې په ورځ وويل چې په دغه ولایت کې دوه چاودنې شوي دي. د هغه په خبره، لومړۍ چاودنه د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د طالبانو پر موټر شوې چې له امله يې د طالبانو دوه غړی ټپيان شوي دي. دوهمه چاودنه تر لومړنۍ چاودنې څو شيبې وروسته شوې چې تلفات نه لري. امنیه قوماندان وايي چې تر چاودنو وروسته د طالبانو او حمله کونکو تر منځ وسلواله نښته شوې ده.
عینی شاهدانو د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې تر چاودنو وروسته طالبانو او حمله کونکو پر يو بل ډزې پیل کړې. یوه عیني شاهد د پیښې په هکله وویل: «په طالبانو باندې دوه چاودنې وشوې او داعشیانو ډزې پیل کړې چې بیا په آخر کې وتښتیدل.» د سیمې يوه بل اوسیدونکي وويل: «تیزه جګړه پیل شوه، حمله کونکو دوه یا درې لاسي بمونه ګوزار کړل.»
تر دغو چاودنو او نښتې وروسته د هغو مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د طالبانو پر وړاندې د دا ډول حملو او چاودنو مسئوليت په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې په غاړه اخیستی دی.
وروسته له هغې چې طالبان د اګست میاشتې په نیمایي کې واک ته ورسیدل، داعش ډلې پر طالبانو خپلې حملې ډيري کړي دي.
اسلامي دولت یا داعش ډلې د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستريز روغتون د وسلوالې حملې مسئوليت په غاړه واخیست چې پکې د طالبانو د یو مهم قوماندان په ګډون يو شمیر کسان ووژل او ټپیان شول.