ناټو په هوایي برید کې د افغان پوليسو احتمالي وژل کیدل څیړي
۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سهشنبهافغان چارواکو لا وختي دغه رپوټونه تأیید کړي دي. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې د لوګر ولایت په ازره ولسوالي کې د هوايي بمباریو په پایله کې نهه پولیس وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان دي.
رحیمي زیاته کړې چې پولیسو له طالبانو سره د سختو نښتو پر مهال چې په ساعتو یې دوام وکړ د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه. دې چارواکې زیاته کړې ده: «خو په خواشینۍ سره بهرنیو ځواکونو په غلطۍ سره د هغوی [افغان پولیسو] موقعیت په نښه کړ.»
رحیمي روښانه کړې ده چې په دې نښتو کې طالبانو ته هم سخت زیان رسیدلی دی.
د لوګر د ولایتي شورا مشر حمیدالله حمید، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې بهرنیو ځواکونو په غلطۍ سره د پولیسو دوه پوستې په نښه کړي دي او شاوخوا ۱۵ پولیس یې وژلي دي.
په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ملاتړ ماموریت تأیید کړې ده چې امریکایي ځواکونو د افغان قواوو «د دفاع په موخه» په ازره ولسوالۍ کې هوايي بریدونه کړي دي خو دې ماموریت د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د دې ماموریت ویاند ډګرمن مارتین اودانل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ د دې موضوع په اړه لا ډیرې څیړنې کوو.»
په افغانستان کې یوازې امریکایي ځواکونه هوایي بریدونه ترسره کوي. افغان هوايي ځواک هم په ځینو مواردو کې د طالبانو او نورو ډلو موقعیتونه په نښه کوي. اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشت دي چې یو شمیر یې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې ښکیل دي.
زموږ له آرشيف څخه: