ناټو د روسيې سره د پراخو اړيکو علاقمندي لري
۱۳۸۹ آبان ۱۲, چهارشنبهراسموسن روسيې ته تر سفر د مخه د انترفکس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي: « موږ اوس د روان قرارداد پر پراختيا باندي کار کو تر څو په هغه کي دا هم ور زيات کړو چي د افغانستان څخه بيرته ترانزيت او د مخدره موادو په وړاندي د مبازر تمرينونه هم پکښي ځای سي.»
د ناټو د عمومي منشي په خبره د افغانستان د ثبات په برخه کي موږ د روسيې د برخي اخستني څخه منندوی يو. « زموږ هدفونه يو دي».
دغه راز هغه زياته کړه چي موږ به نور هيڅ وخت بيا افغانستان يوازي پرې نږدو چي بيا د تروريستانو په مرکز بدل سي. موږ به افغان حکومت دومره پياوړی کړو چي وکولای سي خپل امنيت په خپله ټنگ کړي او د نشه يي موادو سره په کلکه مبارزه وکړي.
راسموسن وويل چي ددې اهدافو د لاسته راوړلو د پاره د ناټو او روسيې کارپوهان په گډه په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزې په برخه کي تمرينونه کوي.
سربيره پر دې د ناټو عمومي منشي وويل چي ده په خپله روسې ته دا وړانديز کړی دی چي افغان ملي اردو ته د څرخي الوتکو د ورکولو پر پلان باندی غور وکړي او سر بيره پر دې په دغه برخه کي د الوتکو د تخنيکارانو د روزلو او اضافي سامان الاتو د ورکولو پر پلان باندي کار وکړي.
« زه ډير خوشاله يم چي ددې خبر ورکوم چي په دې اړه د روسيې سره خبري رواني دي او کيدای سي چي مالي چاري يې موږ په غاړه واخلو. زه ددې وړانديز و منلو ته خوشبينه يم خو اوس لا ډير وختي دي چي سړی يې پر جزئياتو باندي خبري وکړي.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم