ناټو د افغانستان په اړه غونډه رابولي
۱۳۹۱ اسفند ۳, پنجشنبهپه پلان کې ده چې ناټو ځواکونه د راتلونکې کال تر پایه پورې د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. تر دې نیټې پورې به دغه راز ټول جنګي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي او یوازې لږ شمیر بهرني روزونکې به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر ته دوام ورکړي.
راسموسن له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي: «تر اوسه په دې اړه [د غونډې په اړه] وروستۍ پریکړه نه ده شوې خو د هغې د جوړولو پر مفکورې باندې بحث کیږي.»
د ناټو دپلوماتان وایي چې په بروکسل کې د دغې غونډې د جوړولو په اړه خبرې اترې روانې دي. د هغوی په خبره دا غونډه کیدای شي اروپا ته د اوباما د سفر پرمهال تنظیم شي. اوباما په شمالي ايرلند کې د G8 هیوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه سفر کوي.
تر دې مخکې د امریکا متحده ایالات ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی وو چې د راتلونکې کال تر لومړیو میاشتو پورې به له افغانستان څخه خپل ۳۴۰۰۰ سرتیري راوباسي. هغه دغه راز اعلان کړی وو چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به په افغانستان کې د امریکا جګړه ختمه شي.
راسموسن ویلي دي چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې د یوې غونډي جوړل به دغه راز دې ته لاره اواره کړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې پر ماموریت باندي خبرې وشي.
په وروستیو وختونو کې د ناټو یو شمیر غړو هیوادونو د سپما په خاطر په خپلو پوځي بودجو کې کمی راوستی دی، راسموسن وایي چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړیدونکې غونډه کې کیدای شي په دې اړه خبري وشي.
د افغان ځواکونو شمیر
راسموسن همداراز ویلي دي چې د افغان ځواکونو شمیر کیدای شي تر هغه ډير وي چي تمه يې کېده. د اوسنیو پلانونو له مخې به د افغان امنیتي ځواک شمیر تر ۲۰۱۵ کال وروسته ۲۳۰۰۰۰ تنو ته راکښته شي. اوس د دغو ځواکونو شمیر۳۵۲۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.
تر دې مخکې لوړپوړي امریکايي جنرالانو غوښتي ول چې باید د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ وساتل شي. دا په داسې حال کې ده چې راسموسن ویلي دي چې لا تر اوسه د دغو ځواکونو د شمیر د راکمولو د جزئیاتو په اړه کومه پریکړه نه ده شوې.
راسموسن ویلي دي: «د افغان ځواکونو شمیر به تر هغه چې تمه يې کیده د ډیر وخت له پاره لوړ وساتل شي. دغه موضوع ښایي تر ډیري کچې د افغانستان په امنیتي شرایطو پوري تړلې وي.»