ناټو او روسيه د افغانستان په اړه خبري کوي
۱۳۸۹ مهر ۱۳, سهشنبهد ناټو او روسيې د مشرانو په غونډه کي چي ناټو يې د نومبر په مياشت کي د جوړيدو غوښتنه کړې ده، کيدای سي د افغانستان له اړخه د نشه يي موادو د تهديد پر يو شمېر مشخصو موضوعګانو باندي خبري وسي.
د ناټو رسمي استازي تيره ورځ د مسکو لزبن تر منځ په يو ويډيويي کنفرانس کي وويل چي په دې سرمشريزه کي به د ناټو او روسيې پر همکارۍ سره بيره د نشه يي موادو د تهديد پر موضوع باندي هم وږغيږي.
جيمس اپارتورای وويل د نشه يي موادو کارو بار ته په کتو سره د ناټو ځواکونو په هغو سيمو کي چي دغه ناوړه بوټی کرل کيږي ډيري ښې لاس ته راوړني لري.
د هغه په خبره اوس مهال د هغه هيواد په ۲۲ ولايتونو کي د کوکنارو په کښت کي کموالی راغلی يا هيڅ نه دي کرل سوي. په داسي حال کي چي تيرکال ددغسي ولايتونو شمېر ۱۰ و.
د ناټو د استازي په خبره د افغانستان په هغو ولايتونو کي د نشه يي موادو راکړه ورکړه او کښت ډير دی چي افغان حکومت هلته واکمني نه لري.
څو ورځي وړاندي د ملګرو ملتونو د NODC موسسې اعلان وکړی چي په ۲۰۱۰ کال کي په افغانستان کي د نشه يي موادو په توليد کي ۴۷٪ لږ والی راغلی.
روسيې هر وخت د افغانستان د خوا د نشه يي موادو د تهديد څخه سر ټکولی او په دې لاره کي د مبارزې د پاره و هر ډول همکاریو ته يې چمتووالی ښودلی.
تيره مياشت د ولسمشر کرزي او ديميتري ميدويدف د ليدني کتني پر مهال د روسيې جمهورريس په افغانستان کي د نشه يي موادو په وړاندي د سختي مبارزې غوښتنه وکړه.
د افغانستان ډير نشه يي مواد د تاجکستان د لاري روسيه او د هغه ځای څخه اروپا ته قاچاق کيږي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم