1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل نه غواړي بيا صدراعظمۍ ته ځان کانديد کړي

۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبه

انګلا ميرکل غواړي د صدراعظمۍ دوره پای ته ورسوي او بلي ته ځان کانديد نه کړي. ميرکل د خپل ګوند په غونډه کي ويلي دي چي د ګوند رياست ته به هم نور ځان کانديد نه کړي.

https://p.dw.com/p/37Jy7
Angela Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند رئيسه او صدراعظمه انګلا مېرکل نه غواړي چي بيا صدرات ته ځان کانديد کړي. د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخې دغي سياستوالي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۲۹مه) د خپل ګوند په غونډه کي ويلي دي چي په ډسمبر کي به د ګوند په کنګره کي ځان د ګوند رياست ته هم بيا کانديد نه کړي. د ياد ګوند د سياستوالو په حواله زياته سوې چي البته مېرکل غواړي خپله دغه د صدراعظمۍ دوره تر پايه پوري ورسوي.

ميرکل تر دې مخکي ويلي ول چي د ګوند مشرتوب ته به ځان کانديد کړي. تر مخه د مېرکل دريځ دا ؤ چي د ګوند رياست او صدراعظمي بايد د يو کس په لاس کي وي. خو له هغه وروسته چي په هېسن ايالت کي د نوموړي ګوند د مخکنيو ټاکنو په پرتله ۱۱ سلنه رايي له لاسه ورکړې، مېرکل خپل دريځ بدل کړی دی.

د مېرکل وياند شتېفن زايبېرت د دوشنبې په ورځ د مېرکل د راتلونکي په تړاو وويل: «صدراعظمي ويلي دي چي غواړي د صدراعظمۍ روانه دوره بشپړه پاته ته ورسوي.» هغه زياته کړه: «هغې په تکراري توګه تر مخه هم دغه خبره کړې ده او زه هم اوس دغه خبره بيا تکراروم.»

د دوشنبې په ورځ د مسيحي ديموکرات ګوند د مشرتابه په غونډه کي مېرکل روښانه کړې ده چي غواړي تر۲۰۲۱م کال پوري لا د آلمان صدراعظمه پاته سي. په دغه غونډه کي ګډون کوونکو سياستوالو، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي له هغه وروسته مېرکل غواړي په بروکسل کي يوه دنده پر غاړه واخلي.

د يادې غونډي ګډون کوونکو ويلي دي چي مېرکل په دغه غونډه کي له احساساتو ډکه وينا واوروله چي ګډون کوونکو دغه وينا په ولاړه په اوږدو چکچکو سره وستايله. زياته سوې ده چي مېرکل په دغه غونډه کي هيله وکړه چي د هغې ګوند بايد د دې د ځای ناستي بحث په صميمانه فضا کي وکړي.