میرکل د مهاجرت پر موضوع د بحث له پاره هسپانيا ته تللې
۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبهد آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د هسپانيا لومړي وزير پدرو سانچس د شنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې پر غړو هیوادونو د مهاجرو د «عادلانه تقسم» پر موضوع خبرې اترې وکړې. دوی غواړي پر دغې موضوع باندې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې هم تمرکز وشي. په پام کې ده چې دغه غونډه به راتلونکې مياشت په اتريش کې جوړه شي.
د آلمان صدراعظمې له خپل هسپانوي سيال سره د ليدنې پر مهال وويل: «ښه ده چې دا پوهاوی شوی وي چې د آلمان او هسپانيا حکومتونه ورته دريځ په مخ کې لري. مونږ د اروپايانو په توګه يوازې هغه وخت ځواکمن يو چې په ګډه کار وکړو او راتلونکو پورې اړوند موضوعات مو حل کړو.»
هسپانيا لومړنی هیواد دی چې د تيرې دوشنبې په ورځ يې له آلمان سره يو تړون لاسليک کړ. دغه تړون د هغو مهاجرو له برخليک سره تړاو لري چې مخکې په يو بل اروپايي هيواد کې راجستر شوي وي. میرکل له هسپانيا څخه د دغه تړون د لاسليک کولو له پاره مننه وکړه او روښانه يې کړه چې دغه اقدام کولای شي د مهاجرت په مسئله کې يو نظم رامنځ ته کړي.»
«ثانوي» مهاجر
آلمان دغه راز هڅه کوي چې آلمان ته د «ثانوي» مهاجرو د راتلو د مخنيوي په موخه، د ايتاليا او یونان سره هم دغه شان تړونونه لاسلیک کړي. له ثانوي مهاجرو څخه موخه هغه مهاجر دي چې لومړی د اروپايي اتحاديې په يو غړي هيواد کې راجستر شوي وي، خو بيا هڅه کوي يو بل غړي هيواد ته ولاړ شي.
د مهاجرت د «دوبلین» تړون پر اساس، يو مهاجر کولای شي یوازې د اروپايي اتحاديې په هغه هيواد کې ځان راجستر کړي چې دغې لويې وچې ته د داخليدو پر وخت په لومړي ځل ورته داخل شوی وي.
افريقا سره همکاري
د انګلا میرکل په وينا، آلمان غواړي « له افريقايي هيوادونو سره نژدې او واقعي همکاري ولري تر څو يې دواړه لوري ورڅخه مستفيد شوي وي.» میرکل په دې اړه زياته کړه: «موږ بايد له مراکش او تونس څخه خپل ملاتړ لا ډير کړو، هغوی ګاونډي هيوادونه دي او زمونږ همکارۍ ته اړتيا لري.»
توکم پالنې سره مبارزه
میرکل د خپلو خبرو پر مهال دغه راز توکم پالنې يا د نژادپرستۍ موضوع ته هم اشاره وکړه: «هيڅ هيواد نه شي کولای چې له دغې ستونزې معاف وي. له بده مرغه، د توکم پالنې لور ته ميلان، داسې يوه موضوع ده چې په ټولو غړو هيوادونو کې ليدل کيږي او مونږ يې بايد پر وړاندې مبارزه وکړو.»
دویچه وله/ ا. ج/ م. ک. ص
له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: