میرکل بیا د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت له تصمیم څخه دفاع وکړه
۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعهصدراعظمې انګيلا ميرکل دغه توضیحات پرون چهارشنبې د ډسمبر ۱۸ نیټه) ددغه هیواد په پارلمان کي د ښی اړخي عوامپاله (اې اف ډي) د نماینده، گاتفریدکوریو په جواب کي ورکړ، چي پوښتلي یې وه،«ایا تاسي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ مو کلونو تر منځ د مهاجرينو په ۸۰۰ زره جرمي اعمالو کي خپل ځان شریک نه بولۍ.»
دده په نظر که چيري په ۲۰۱۵ کال کي د جرمني سرحدونه تړل سوي وای، دغه جرمي اعمال به هم سرته نه وای رسیدلي.
میرکل خپلو خبرو ته ادمه ورکړه او ویې ویل، «چي زما په عقیده جرمني د ډیرو محتاجو خلکو سره کومک وکړ او دغه کومک د ټولي جامعې په همکارۍ او کوښښ تر سره سوی دی.»
میرکل همدارنگه وویل، چي حکومت د پناه غوښتونکو او مهاجرینو مدیریت ښه پر مخ بیولی او په اینده کي به هم دا کار وکړي. میرکل ، چي خصوصأ ورباندي د اتحادي گوندونو له خوا چکچکي کیدلې ،وویل، ارقام ښيي، چي «دغه اقدامات بیځایه نه وه او بې له شکه یې ښه نتیجه ورکړې ده.»
میرکل زیاته کړه، داچي د صدراعظمي په حیث د هیواد د سیاسي مسایلو په هکله همیشه مسؤلیت لرمه، ډیره خوشاله یمه .»دې تاکید وکړ، چي«ډيره خوشاله یمه ، د داسي یوه مهم پُست مسؤلیت پرغاړه لرمه.»
میرکل اضافه کړه، چي د ۲۰۱۵ کال او راوروسته کلونو د پيښو په باب طبعأ طرزدید یو د بل سره فرق کوي.