میرکل او ترمپ د افغانستان په اړه څه ويلي؟
۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبهاعلان
د انګلا میرکل ویاند ستیفن زایبرت، د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې میرکل د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره د چهارشنبې په ورځ د تلیفوني خبري اتري کړي دي.
زایبرت روښانه کړې ده چې میرکل له ترمپ سره د خبرو پر مهال د اوکراین د شخړي د حلیدو په موخه د مینسک تړون پر پلي کیدو باندې ټینګار کړی دی. زیاته شوې ده چې دواړو اړخونو په دې موضوع کې پر نزدې کار ټینګار کړی.
پر دې سربیره میرکل او ترمپ د افغانستان پر موضوع هم سره غږیدلي دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه د آلمان سیاست تر ډیره پورې د پخوا په څیر دی، په دې اړه چې ولسمشر ترمپ به د دې هیواد له پاره په خپل سیاست کې څه بدلون راولي لا تر اوسه پورې هم ډیر څه روښانه نه دي.