مک ماستر په امنیت شورا کې د افغانستان په هکله څه ویلي؟
۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبهد اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نيبینزيا، خبریالانو ته وویل چې مک ماستر د افغانستان په هکله امنیت شورا ته «ډیر ښه» او «ډیر ګټور» معلومات وړاندي کړي دي.
د نيبینزيا په خبره، ده مک ماستر ته وویل چې د امریکا له خوا له ډيرو مطرح شوو ټکو سره موافق دی او په افغانستان کې د روسیې او متحدو ایالاتو د همکارۍ په ترڅ کې د اړتیاوو په هکله له بیانیې سره «بشپړ توافق» لري.
د روسیې سفیر ویلي دي چې ده د ولادیمر پوتین هغه ژمنې ته چې په دسمبر میاشت کې یې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې کړې وې اشاره وکړه. د هغه په خبره په دغه کنفرانس کې پوتین «په افغانستان کې د امریکایانو د پاتیدو او چارو په اړه مننه کړې وه» او په دغه موضوع کې یې د امريکا او روسیې د همکارۍ پر اړتیا باندي ټینګار کړی وو.
خو د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوژاریک ویلي دي چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګویترش او مک ماستر د ملاقات په ترڅ کې پر نړیوالو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
sr/nz (AP)
زموږ له آرشیف څخه: