1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميرکل په چین کې د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي ویلي دي چې برلین او بیجینګ موافقه کړې ده چې د غیر دولتي سازمانونو په اړه له تړون څخه مخکې، یو له بل سره نزدې اړیکي ولري. خو د بشري حقونو ډلو پر دغه قانون باندي نیوکې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1J5YX
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان صدر اعظمې انګيلا میرکل، د یکشنبې په ورځ وویل چې بیچینګ باید هڅه وکړي چې د هیواد قوانین یې د قدرت د یوې وسلې په توګه نه کارول کیږي.

چین ته د خپل درې ورځني سفر په پیل کې میرکل وویل چې چین د یوې باثباته ټولني له پاره یو د اعتماد وړ جوړښت ته اړتیا لري. هغې د نړۍ په تر ټولو ډیر نفوس لرونکي هیواد کې لا ډیري دیموکراسي ته پر اړتیا باندي ټینګار وکړ.

د چین لومړي وزیر لي که چیانګ، او د آلمان صدراعظمي موافقه وکړه چې د دغه جنجالي قانون د سیاسي موضوعګانو په اړه سره خبري وکړي. د دې قانون له مخي غیر دولتي سازمانونه نه شي کولای چې سیاسي فعالیتونه تمویل کړي او یا هم پکښې ښکیل شي.

میرکل ویلي دي: «له همدې کبله موږ موافقه وکړه چې یو له بل سره د بهرنیو چارو وزارت او نورو سازمانونو له لاري په نزدې اړیکه کې و اوسي. زه فکر کوم چې همدا په لومړي سر کې د غبرګون ښولو ښه لار ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو سازمانونو د دغه قانون په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. دغو سازمانونو ویلي دي چې قانون کیداسي شي په چین کې د هغوی فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ کړي. قانون به په راتلونکي کال کې پلی شي.

د بخښني نړیوال سازمان ویلیم ني، ویلي دي: «چارواکي، په ځانګړې توګه پولیس، په ریښتنې توګه د غیر دولتي سازمانونو د په نخښه کولو، د هغوی د فعالیتونو د محدودولو او د مدني ټولنې د چپ ولو، توان ولري.»

هغه زیاته کړه: «دغه قانون د غیر وابسته غیر دولتي سازمانونو ریښتنې کار ته یو واقعې ګواښ رامنځ ته کوي او ژر تر ژره باید لغو شي.»