مهم خبرونه په متن او انځور کې
«بیت المقدس دې د فلسطين د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپيژندل شي»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې غوښتنه وکړه چې بیت المقدس دې د فلسطين د پلازمېنې په توګه په رسمنیت وپيژندل شي. که څه هم د دې سازمان ټول غړي هیوادونه د ترمپ له پریکړې شکایت کوي، خو سره له دې هم یو شمیر هیوادونه نه غواړي د دې مسئلې په خاطر له امریکا سره خپلې اړیکې په خطر کې واچوي.
د الاباما ټاکني دیموکرات ګوند وګټلې
د امریکا له دیموکرات ګوند څخه داګ جونس په حیرانونکي ډول د دغه هیواد د آلاباما ایالت د سنا چوکې له پاره ټاکنې وګټلې. د ډیرو امریکایې رسنیو د رپوټونو په حواله د دیموکراتانو مخکې کیدل ناممکنه ښکاریدل. له دې سره د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت له ۵۱ څخه ۴۹ چوکۍ ته راټیټ شو. د امریکا په دغه سویلي محافظه پاله ایالت کې وروسته له لسیزو څخه یو دیموکرات بریالی کیږي.
د یوه ترهګریز برید د پلانولو په تور پر فرانکو آ دعوی شوې
د آلمان لوی څارنوالۍ د آلماني سرتیري فرانکو آ پر وړاندې چې ګمان کیږي ښي اړخی به وي دعوی کړی. څارنوال پر دغه پوځي تور لګولی چې د ترهګریز برید تابیا یې نیولي وه. دوه اونۍ مخکې آلماني محکمې د هغه د بندي کیدو حکم د ناکافي دلایلو له کبله لغوه کړی دی. لوی څارنوالۍ دغه پوځي ضابط د لوړپوړو سیاستوالو او هغو کسانو د وژنې په پلانولو تورن کړی چې ځانونه له مهاجرو سره مرستې ته ژمن بولي.
فعالان: په یونان کې سخته يخني ۲۰۰۰ مهاجر ماشومان ګواښي
د ۱۲ غیر دولتي سازمانونو د رپوټ پر بنسټ د یونان د مهاجرو په کمپونو کې تر ۲۰۰۰ ډیر بی سرپرسته مهاجر ماشومان د ژمي د سړې هوا له ډیر شدید خطر سره مخامخ دي. په برلين کې د اکسفام او کیئر سازمانونو په حواله په دوامداره توګه د استوګنځایونو کمښت یو له هغو ستونزو څخه دی چې د دغو ماشومانو پالنه یې ستونزمنه کړې ده. ډیري کورنۍ باید د ژمي په دې سړه هوا کې په داسې خیمو کې ویده شي چې د ګرمولو امکانات نه لري.
امريکا: له شمالي کوریا سره د خبرو اترو له پاره هیڅ شرط نه لرو
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا د اټومي شخړې په هکله له پيونګ یانګ سره خبرو اترو ته امادګي ښودلې. ریکس ټیلرسن د اتلانتیک شورای له خوا جوړې شوې غونډې ته وویل چې امریکا له شمالي کوریا سره د لومړیو خبرو اترو له پاره هیڅ ډول شرط نه لري. خو هغه په عیني وخت کې ټینګار وکړ چې واشنګټن به په اټومي وسلو سمبال شمالي کوريا ونه زغمي.