مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د عراق پوځ د فلوجه د ازادولو اعلان کړی دی
د عراق پوځ له اسلامي دولت ترهګرې ډلي څخه د فلوجه ښار د بشپړ نیولو اعلان کړی دی. د عراق صدراعظم حیدر العبادي، لس ورځی د مخه لا د دغه ښار د نیولو خبر ورکړی وو. د پوځ یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي ځانگړو ځواکونو د داعش له خوا وروستی کنټرولیدونکی ښارهم نیولی دی. یوه بل ویاند بیا ویلي دي چي د فلوجې په شمال لویدیځ کي اوس هم ځیني پوستې د داعش په لاس کي دي.
۴۰ تنه نیپالیان له افغانستان څخه وځي؟
سیمه ییزو رسنیو د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې ۴۰ تنه نیپالي ساتونکي چې تر دې مخکې یې په افغانستان کې کار کاوه د امنیتي اندیښو او معاش پورې تړلو ستونزو له کبله بیرته خپل هیواد ته ستنیږي. د کانتيپور انترنټي پاڼې ویلي دي چې اوس مهال د ۳۰۰ څخه ډیر نیپالیان له افغانستان څخه د وتلو له پاره چمتوالی نیسي. دغه اقدام د کابل په یوه برید کې د ۱۳ تنو نیپالي ساتونکو تر وژل کیدو وروسته ترسره کیږي.
د موگادیشو پر یوه هوټل باندی په بریدکي ۱۷ کسان وژل سوي دي
د سومالیا د پلازمینې موگادیشو پر یوه هوټل باندی په حمله کي د پولیسو د معلوماتو پراساس لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل سوي چي پکښي پخپله بریدکونکي هم شامل ول. څه نا څه ۲۰ نور کسان ټپيان سوي هم دي. د دغه برید مسؤلیت اسلام پالي ډلي الشباب پر غاړه اخیستی دی. برید کوونکو د هوټل مخې ته په لومړي سر کي یو موټر بم وچاوه. بیا وسلوال کسان هوټل ته ننوتل او هلته تر دولس ساعتونو وروسته ووژل سول.
په چین کي د یوه بس په چپه کیدو سره ۳۵ انسانان وژل سوي دي
دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چي په بس کي ۵۶ تنه سپاره ول او د «هونان» ولایت د یوه سړک له اوسپنیزي کټارې سره جنگیدلی او اور یې اخیستی دی. ۲۱ نور کسان سوځیدلي او نژدې روغتون ته لیږدول سوي دي. په چین کي هر کال په ترافیکي پيښو کي تر ۲۵۰۰۰۰ زیات انسانان وژل کیږي.
ترکيې د ارمنیانو د قتل عام په هکله د پاپ څرگندوني غندلي دي
د ترکيې د صدرات مرستیال نورالتین کانلیکي، ویلی دي چي دغه اظهارت غیر عیني دي او له اوسنيو واقیعیتو سره تطابق نه لري. ده همدرانگه ویلي دي چي د پاپ څرگندونې ډیرې د مایوسی وړ او فعالیتونه یې د صلیبي جنگونو طرز فکر بیانوي. پاپ یو کال مخکي هم د ارمنیانو د قتل عام اصطلاح کارولې وه او اوس یې بیا له ارمنستان څخه د خپل لیدني کتني پر وخت د دغه قتل عام غندنه وکړه.
هسپانویان نوی پارلمان انتخابوي
هسپانویانو د یکشنبې په ورځ په شپږو میاشتو کي د دوم ځل له پاره نوي پارلمان ته رایې ورکړې. د تیر عیسوي کال دسمبر میاشتې د شلمي نیټې تر پارلماني انتخاباتو وروسته هیڅ یو لوی پارلماني فراکسیون د اییتلافي حکومت پر جوړولو باندي کامیابه نه سو. خو د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې هم د یوه اړخ د قاطع بریا تمه نه کیږي.
یو تاریخ پوه د ایستلند نوی ولسمشر سو
تاریخ پوه گَدني یوهانیسن د ایستلند د جمهوري رياست انتخابات ګټلي دي. د اکثریت رایو تر حسابولو وروسته دغه ۴۸ کلن ۳۸،۵ فيصده رايي خپلې کړې دي او تر خپلي سیالې هلا توماس دوتیر، چي ۲۹،۴ فيصده رايي یې وړي دي، مخکي دی. د جمهوري رياست د مقام له پاره نورو اوو کاندیدانو ډیري رايي نه دي وړي. یوهانیسن تر ټولو دمخه د پانامه پېپرس د رسوايی له کبله په ایستلنډ کي د یوه کارپوه په حیث ځان ثابت کړ.
د پانامه کانال د هغه تر پراخولو وروسته پرانستل شو
تر نهو کلونو ساختماني کار وروسته د پانامه کانال د یکشنبې په ورځ پرانستل کیږي. د لمړنی کښتی په توگه به د«کاسکوشیپینگ پانامه» شرکت یوه کښتۍ د دغه ۸۰ کیلومتري کانال څخه تیره سي. د هغه د پرانیستلو مراسمو ته د نورو ډیرو دولتي او حکومتي مشرانو تر څنگ د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رييس بارک اوباما، او چین جمهور رييس شي جینگ پینگ، د ورتگ انتظار کیږي.