مهاجرو مرغیو ولي له پاکستان سره مخه ښه کړې؟
اقلیمي او اجتماعي بدلونونه د میلیونونو انسانانو د مهاجرت سبب ګرځي. په دې ترڅ کې اقلیمي بدلون او د طبیعي سیستم د له منځه تللو له کبله له لیرې سیمو پاکستان ته د تلونکو مرغیو شمیر کې هم کمښت راغلی دی. انځورونه يې دلته وګورئ
عقابي بوم یا عقابي ګونګی
نصواري رنګه دغه ګونګی د خپل ډول په لویو مرغانو کې شمیرل کیږي چي په اروپا، آسیا او شمالي افریقا کې شته دی او د لویو حیواناتو ښکار هم کوي. وزرونه یې له ۲ څخه تر ۳ فوټه پورې اوږده وي او اوسط عمر یې شا او خوا شل کاله دی.
آبي لکۍ مچۍ خوره
تر ډیرو زیاتو واټنونو کوچ کوونکي دغه مرغۍ شمال ختیځي آسیا سره تړاو لري. خوراک یې زیاتره حشرات دي. د کال په مختلفو موسمونو کې د مهاجرت له کبله مشهوره دغه مرغۍ زیاتره د جهیلونو ترڅنګ موندل کیږي. د نړۍ په کچه د ښارونو د لمن پراخیدو، غیر منظم سیلاني توب او د انسانانو له خوا د مرغیو ځانګړي چاپیریال ته د اوښتي زیان له کبله د دغه مرغۍ د ژوندانه طرز هم اغیزمن شوی دی.
پر سر کرښي لرونکې مرغاوۍ
دغه زړه راښکونکي مرغۍ په اوړي کې منځۍ آسیا او په ژمي کې د سویلي آسیا پر لور هجرت کوي. د لوړ الوت کوونکي مرغیو په ډله کې دوی دریم ځای لري. زیاتره مهال تر ۲۹ زره فوټه په لوړوالي کې هم الوت کوي چې د ماونټ ایورسټ او همالیه د غرونو په فضا کې لیدل کیږي. د هجرت پر مهال دغه مرغۍ په یوه ورځ کې په اوسط ډول زر میله واټن وهي.
خړ سره ډيک
د دغه نازکې او ښایسته مرغۍ چې انګلیسي نوم یې څو ډولونه شته. دا عموما په غرنیو سیمو کې وي. د دغه مرغۍ وزن هم ډیر کم وي. تر لس سانتي متره اوږدوالی لري او حشرې خوري.
سمندري پالاس عقاب یا شاهین
دغه ښکاري مارغه د منځنۍ او سویلي آسیا سره تړاو لري. د اقلیمي بدلونونو د شدت او د شنو او اوبو لرونکي د کمیدو له کبله د دغه مارغانو د له منځه تللو خطر مخ پر ډیریدو دی. د خوږو اوبو کبان د دغه مارغه په زړه پورې خوراک دی او وزن یې شپږ کیلوګرامه ته رسیږي.
بش روبن
په بیلابیلو ښایسته رنګونو سینګار دغه کوچنۍ مرغۍ له یوې لویې وچې بلې ته سفرونه کوي. ژمی په آسیا کې تیروي او د اوړي موسم په رارسیدو سره اروپا ته مخه کوي. دغه ډول کم وزونکي په میلیونونو مرغۍ هر کال د یوه کم وخت له پاره د پاکستان او سیمي د هیوادونو د جهیلونو او بندونو تر څنګ او یا هم د داسې شنو سیمو ترڅنګ پاتې کیږي چې لمدې وي.
هیرون یا یو ډول مرغاوۍ
د اوږدې مښوکې لرونکي دغه مرغۍ په ټوله نړۍ کې موندل کیږي، په زیاته بیا هغه سیمې چې اوبه ولري. کبان او نور سمندري کوچني ژوي یې په زړه پورې خوراک دی. دغه ډول مرغۍ په ګروپي شکل ژوند کوي. د هیرون اوسط عمر شا او خوا شل کاله وي.
جاکانا
د اوږدو پښو لرونکو دغه نصواري او سپين رنګه مرغۍ د منځني ختیځ او او آسیا د ګڼو ځنګلونو ترمنځ هجرت کوي. دا د جاکانا یا سارایي چرګانو یوازینې ډول دی چې ډیر اوږد سفر کولی شي. نر یې له ماده څخه اوږد جسم لري. د لویو وچو ترمنځ د مرغیو په هجرت منفي اغیز کې د ځمکې د تودوخې د درجې زیاتوالی، د ځنګلونو له منځه تلل او د اوبو لرونکو سیمو کموالی راځي.
لګ لګ
دغه مرغي اوږدې پښې او اوږده مښوکه لري، زیاتره د جهیلونو ترڅنګ وي. دغه ډول یې زیاتره شمالي امریکا او په آسترالیا کې لیدل کیږي. د دې ډیر قسمونه په آسیا کې هم موندل کیږي. خوراک یې کبان او کوچنۍ حشرې دي.
شپيلي وهونکي هیلۍ
دغه خوږ غږ لرونکي مرغۍ ته انډین ویسلنګ، هم ویل کیږي. دغه مرغۍ د سویلي آسیا په سیمو کې موندل کیږي او زیاتره وخت په ونو کې خپله جاله جوړوي. خوراک یې واښه او کوچنۍ حشرې دي. دغه مرغۍ په یوه وخت کې ۱۲ هګۍ اچوي. غږ یې داسې دی، لکه یو څوک په سُر کې اوږد شپیلی وهي.
لوی فلامینګو یا کمول
د اوږد قد لرونکي دغه زړه راکښونکي مرغۍ په افریقا، سویلي آسیا او سویلي آروپا کې موندل کیږي. اوسط عمر یې له شلو تر څلویښتو کلونو اټکل شوی دی. خوراک یې کبان او سمندري کوچني ژوي دي. وزن یې تر پنځو کیلوګرامه پورې رسیږي.
سیوۍ یا تارو وزمه مرغۍ
کابو په ټوله نړۍ کې د نصواري رنګ لرونکي دغه مرغۍ بیلا بیل ډولونه موندل کیږي. په خوښې خواړه یې کبان دي او زیاتره وخت خپل ټول عمر له یوه ملګري سره تیروي. دا پر ځمکه یا کوم بل پرانیستي ځای کې خپله جاله جوړوي او درې یا څلور هګۍ اچوي.
عکاس بلال قاضي
له تیرو اتو کلونو راهیسې په پاکستان کې په مسلکي ډول د مرغانو عکاسي کوونکي د دویچه د اردو څانګي له ځایي خبریالې ته ویلي دي چې په دغه هیواد کې شا او خوا ۷۸۰ ډوله مرغۍ شته چې ده تر اوسه له ۳۰۰ ډولو څخه زیاتې مرغۍ عکاسي کړي دي. د هغه په خبره د اقلیمي بدلون او غیر قانوني ښکار له کبله پاکستان ته د راتلونکو مرغیو شمیر له ۱۵ سلنې څخه تر ۳۰ سلنې راکم شوی دی.