مهاجرت: د م.م. ۶ ميليارد ډالره کې د افغانستان برخه څومره ده؟
د مهاجرت نړيواله اداره د ۲۰۱۷ کال له پاره ۶ اعشاريه ۱ ميليارډ ډالر بوديجه لري. دغه پيسې د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې د مهاجرت په چارو کې لګول کيږي. دا چې د افغانستان برخه په کې څومره ده په دې انځوريز رپوټ کې به يې وګورۍ.
د افغانستان يو بل انځور
د دغه انځوريز رپوټ انځورونه د دويچه ويله له آرشيف او ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې له ويب پاڼې څخه اخيستل شوي دي.
۵ (وروستی) مقام: امريکا - ۲ سلنه
د مهاجرت د نړيوالې ادارې د کلنۍ بودجې ډیره زياته برخه پيسې د امريکا متحده ايالتونو لخوا مرسته کيږي. د دغې برخې يوازې ۲ سلنه يې د امريکا په وچه کې پر مهاجرو لګول کيږي.
د نورو اسيايي هيوادونو سهميې
پاکستان ۲ سلنه، ايران ۲ سلنه، ميانمار ۱ سلنه او ۲ سلنه نوره بوديجه د اسيا په نورو برخو او آرام سمندر کې د مهاجرت په چارو کې لګول کيږي.
افغانستان: په سلو کې دوه
د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره د خپلې سږنۍ بوديجې له هرو ۱۰۰ ډالرو څخه ۲ ډالره يې افغانستان ته ځانګړې کړي دي. په دې حساب د ۶ اعشاريه ۱ ميليارډ امريکايي ډالرو څخه ۱۲۲ ميليونه يې د افغانستان برخه ده.
۴ مقام: اسيا او آرام سمندر ۹ سلنه
د مهاجرت ادارې د سږنۍ ۶ اعشاريه ۱ ميليارډ دالر بوديجې څخه ۹ سلنه برخه يې په اسيايي هيوادونو کې لګول کيږي.
د اروپايي هيوادونو سهميې
ترکيه ۷ سلنه، يونان ۴ سلنه او پاتې ۴ سلنه نورې پیسې د اروپا په نورو برخو کې د مهاجرت په چارو لګول کيږي.
۳ مقام: اروپا ۱۵ سلنه
د ملګرو ملتونو د مهاجرت برخې د ۲۰۱۷ کال د ۶ اعشاريه ۱ ميليارډ ډالرو بوديجې څخه ۱۵ سلنه يې په اروپا کې د مهاجرو په چارو کې لګول کیږي.
د منځنی ختيځ هيوادونو سهميې:
عراق ۹ سلنه، لبنان ۹ سلنه، سوريه ۶ سلنه، اردن ۵ سلنه، او پاتې ۷ سلنه نوره برخه د همدې سيمې په نورو برخو کې لګول کيږي.
۲ مقام: منځنی ختيځ او سويلي افريقا ۳۶ سلنه
تر افريقا وروسته د مهاجرت نړيواله اداره د خپلې بوديجې ډیره برخه پیسې (۳۶ سلنه) په منځني ختيځ او سويلې افريقا کې مصرفوي.
د افريقايي هيوادونه سهميې
يوګاندا ۵ سلنه، ايتوپيا ۴ سلنه، کينيا ۴ سلنه، کانګو ۳ سلنه، سويلي سوډان ۳ سلنه، چاد ۳ سلنه، سوډان ۲ سلنه او پاتې ۱۴ سلنه پيسې د همدې وچې په نورو سيمو کې لګول کیږي.
۱ مقام: افريقا ۳۸ سلنه
د مهاجرت نړيوال سازمان د خپلې کلنۍ بوديجې څخه تر ټولو زياته برخه ( ۳۸ سلنه) يې په افريقاي هيوادونو کې لګوي.