م.م.: طالبان د دوحې خبرو ته نه راغواړو
۱۴۰۲ اردیبهشت ۹, شنبهد ملګرو ملتونو وياند ستېفان دوجاريک د جمعې په ورځ وويل چې »سرمنشي بالفعل چارواکو ته بلنه نه ده لېږلې.« تېره اوونۍ ملګرو ملتونو ټينګار وکړ چې دغه غونډه د طالبانو د ادارې پر ممکنې رسميت پېژندنې نه څرخي. د ملګرو ملتونو د مرستيالې دې څرګندونو اندېښنې او حيرانتيا راوټوکوله.
د دوحې ناسته، د طالبانو رسمیت پېژندل دې اجنډا کې نه شاملیږي
د دوشنبې يا ګل او سه شنبې يا نهې په ورځو تر سره کېدونکې د قطر غونډې هدف اصلا »د ګډو موخو په سر د نړیوالو هلو ځلو په اړه ده، څو د افغانستان راتلونکې له پاره يوه تګلاره« بېرته راژوندۍ کړل شي. د ګوترش مرستيالې امينې محمد تېره اوونۍ ويلي وو چې د دوحې غونډه »کولی شي داسې کوچني ګامونه وسنجوي څو بېرته د رسميت پېژندنې لوری غوره کړو.»
ګوتېرش: د نجونو ښوونځیو نه پرانیستل ټول افغانستان ته زیان رسوي
وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول ، د امريکا متحده آيالاتو په مشرۍ امریکایي ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته له دې هیواده ووتل. په ورته وخت کې د دسمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي لرونکې عمومي اسمبلۍ د افغان طالبانو د رسميت پېژندلو پرېکړه وځنډوله.
د پنجشنبې يا زيارت په ورځ اوس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه خوله د طالبانو د ادارې له خوا پر ښځو له ملګرو ملتونو سره د کار بنديز وغنده او د طالبانو پر مشرانو يې غږ وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو له ځپلو څخه دې »ژر بېرته« لاس واخلي. طالب چارواکو په غبرګون کې ويلي چې د مېرمنو د کار خبره يوه »داخلي موضوع« ده.