1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو متقي ته اجازه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سه‌شنبه

د رويټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې ملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي ته اجازه ورکړې چې پاکستان ته سفر وکړي او د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وویني.

https://p.dw.com/p/4QmsM
آرشیف: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي
آرشیف: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقيانځور: Taliban Foreign Ministry/AFP

رویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو د کمېټې غړو د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او هلته د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وویني.

د امیرخان متقي او نور طالب چارواکو نومونه له ډېرې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.

چين او طالبان غواړي همکاري پراخه کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځلس کسیزې کمیټې د موافقې پر اساس، متقي ته اجازه ورکړل شوې چې د مې میاشتې له ۶مې تر ۹مې نیټې په موده کې اسلام آباد ته سفر وکړي او هلته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.

ویل شوي، چې د متقي د سفر ټول لګښت پاکستان په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان د سیاسي ماموریت مشر په کابل کې له متقي سره کتلي

په دې اړه چې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به د متقي د خبرو تمرکز پر کومو موضوعاتو وي په دې تړاو ډیر جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د رویټرز په حواله چینايي او پاکستاني چارواکو تل ویلي چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز په بنسټیزه پروژه کې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د حضور هرکلی کوي.

افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر یوه مهمه لاره پروت دی او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت لاس طبیعي زیرمې لري.

د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون له پاره ازبکستان ته هم ولاړ شي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې پر ۱۳۵ لوړ پوړو طالب مشرانو بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د سفر کولو پر ممنوعیت سربیره سربېره د دوی د شتمنیو کنګل کول هم شامل وو.

امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟