ملا يعقوب وايي له هېواده بهر جنګېدل جهاد نه دی
۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبهد اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، د طالبانو دفاع وزير ملا محمد یعقوب د شنبې په ورځ د طالبانو امنيتي ځواکونو ته د يوې وينا پر مهال د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله آخوندزاده له قوله وویل که هر څوک د جهاد په نیت له هېواده بهر ځي، جهاد ته به يې جهاد ونه ويل شي، بلکې جګړه به وبلل شي.
د هغه خبرې د افغانستان پر ملي تلویزیون چې د طالبانو په اداره کې دی، خپرېدې. نوموړی دغه خبرې د پاکستان په باجوړ کې تر شوي ځانمرګي بريد څو ورځې وروسته کوي.
ورته نور ولولئ: د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې چاودنې ۴۶ کسان وژلي دي
د پاکستان په باجوړ کې ځانمرګی برید د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر یوه غونډه وشو چې په کې نژدي ۵۰ کسان ووژل شول. د ياد ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن د جمعې په ورځ په پېښور کې وويل چې طالبان دې د هغو وسله والو پرضد ګامونه واخلي چې پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت اخلي.
مجاهد زیاته کړه که چېرته د دوی رهبر خپل «مجاهدین» له جګړې څخه منع کوي اما هغوی يې بیا هم کوي، نو هغه «جګړه ده نه جهاد.« ملا یعقوب مجاهد ټينګار وکړ چې د مشر اطاعت لازم دی.
ورته نور ولولئ: مولانا فضل الرحمن طالبانو ته: وسله والو پرضد ګام واخلئ
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغان طالبانو حکومت په ښکاره توګه تورن نه کړ خو ويې ويل چې پاکستاني اورپکي خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې له خپلو «پټنځایونو» څخه تنظیموي.
له دوو کلونو راهيسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسيدلي دي، په پاکستان کې د اورپکو حملې ډېرې شوي دي. طالبانو تل ټينګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد په زیان ونه کارول شي او هيڅ چا ته به د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
(AFP)mks/mns/