ملالي خپله کاليزه له عراقۍ نجونو سره ولمانځله
د نوبل د سولې جايزې ګټونکي ملاله يوسفزۍ د خپلې شلمي کليزي په ورځ هجرت ته له مجبورو سوو عراقۍ نجونو سره وخت تېر کړ. انځورونه يې دلته کتلای سئ:
ملاله په عراق کي
ملاله عراق ته ورغله. په دغه انځور کي ليدل کيږي چي هغه له عراقيو نجونو سره په ټال کي څرخونه وهي.
د عراقۍ نجونو آزادي
دغه انځورونه د ملاله فنډ له خوا پر ټويټر پاڼه خپاره سوي دي. له دغه انځور سره ليکل سوي دي چي د عراق دغو نجونو نه سوای کولای چي ښوونځي ته ولاړي سي، خو اوس آزادي دي او ښوونځيو ته ځي. هغوی د ملاله ۲۰ کليزه له هغې سره ولمانځله.
د ملالې سفر
د ملاله فنډ په وينا ملالي د روان کال په اپريل مياشت کي د نړۍ ځينو هيوادونو ته سفرونه پېل کړي، چي هلته له نجونو سره ملاقاتونه وکړي او هغوی ته حوصله ورکړي.
د امريکا لنکاسټر شار لومړی منزل
ملالي خپل سفر د امريکا له لنکاسټر ښار څخه پېل کړ. هغې هلته له پناه غوښتونکو او مهاجرو سره ملاقاتونه وکړل. هغې له هغو مهاجرو سره هم خبري وکړې چي خپل کاروبارونه يې پيل کړي دي. لنکاسټر ښار له ۲۰۱۳م کال راهيسي ۱۳۰۰ پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی.
دويم پړاو کاناډا
«ګرل پاور» يا د نجونو قوت په نوم د ملالي د سفر دويم پړاو کاناډا وو. ملالې هلته له لومړي وزير او يو ځينو نورو کاناډايي مشرانو سره وکتل. ملالې په دغه سفر کي له نجونو سره ملاقاتونه وکړل او پر دې يې ټينګار وکړ چي د نجونو تعليم د ښه راتلونکي ضامن دی.
له عراقۍ نجونو سره
ملاله د خپلې کليزي پر وخت و عراق ته ورغلې. هغې په عراق کي د بيځايه سوو کورنيو له نجونو سره خپله کليزه په يوه پارک کي ولمانځله.