مراکش کې شدیدې زلزلې سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبهخبري سرچینو د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۹ نیټه) ورځې په سهار خبر ورکړ چې د جمعې شپې په وروستۍ برخه کې د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې شدیده زلزله رامنځته شوې ده.
رسمي سرچینو تر اوسه پورې د ۲۹۶ کسانو مړينه او د ۱۵۳ تنو ټپي کیدل تائید کړي دي او ویلي يي دي چې کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي.
د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې، د زلزلې مرکز د مراکش تاریخي ښار په ۷۲ کیلومترۍ کې او د زلزلې قدرت د ریشتر په مقیاس د ۶،۸ درجې ښودلی دی.
ویل کیږي چې زلزله د سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقو د ځمکې په شاوخوا ۱۸ کیلومتره ژوروالي کې، په داسې سیمه کې چې د اوسیدونکو شمیر یې کم دی رامنځته شوې ده.
د المان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د المان په پوتسدام ښار کې یوې څیړنیزې موسسې د زلزلې شدت له ۷ څخه معمولي کم ښودلی دی چې دا له ۱۹۶۰ م کال راهیسې په مراکش کې تر ټولو شدیده زلزله ده.
د زلزلې مرکز په یوه لیري پرته غریزه سیمه کې قرار لري او د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي دي چې ډیر شمیر ودانۍ یا خو ویجاړې شوي او یا هم ورته زیان اوښتی دی.
عیني شاهدانو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې په پلازمېنې رباط او د کازابلانکا او صویره په ښارونو کې هم د ځمکې لرزه احساس شوې ده.
د مراکش ښار یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې زلزلې په دې ښار کې هم تاوانونه اړولي دي. د مراکش ښار یو له لرغونو شاهي ښارونو څخه دی چې د یونیسکو نړیوال سازمان د تاریخي آثارو په فهرست کې شامل دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص